1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان کې یوې الوتکې سقوط کړی

۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبه

د افغانستان په شمالي بدخشان ولایت کې د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دې ولایت په ساحه کې یوې الوتکې سقوط کړی دی. د بدخشان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د پیښې تائید کړی دی خو جزئیات یې نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/4bVTU
Karte Afghanistan Provinz Badachschan Englisch
انځور: DW

د یکشنې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۱ نېټه) د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې د یوې الوتکې د لویدو خبر ورکړل شوی دی. د ياد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې خبر پخلی کړی خو د تلفاتو په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. اړونده امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې الوتکه د شپې پرمهال د دې ولایت په یوه غرنیزه او لیرې سیمې کې لویدلې ده. په اعلامیه کې د الوتکې د ډول، تلفاتو او د سقوط د دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي.

بل لوري ته د روسیې د هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي چې په روسیه کې ثبت یوه الوتکه چې پکې شپږ تنه سپاره ول، د افغانستان په هوايي حریم کې له رادار څخه ورکه شوې ده.

پوهه: د الوتکو له زړو ټوټو څخه د تفریحي خونو جوړول

د روسیې د هوايي چلند ادراې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې یاده الوتکه له هندوستان څخه د روسیې پر لور روانه وه. خبرپاڼه زیاتوي چې الوتکه چارتر شوې هوايي امبولانس الوتکه وه. د روسیې د هوايي چلند ادارې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې الوتکه په فرانسه کې جوړه Dassault Falcon 10 ډوله الوتکه ده چې په ۱۹۷۸ کې تولید شوې.

د هندوستان د هوايي چلند ادارې هم د پیښې پخلی کړی او وايي چې لویدلې الوتکه سوداګریزه نه وه او دا چې دوی هم د پیښې د جزئیاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل