1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان پر نورو ولایتونو سربیره د کابل اوسېدونکو هم د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ. ايران بيا تر امر ثاني پوري په افغانستان کې د ټولو قونسلګريو فعاليتونه درولي دي

https://p.dw.com/p/49pgb
Afghanistan Angriff auf das iranische Konsulat in Herat
انځور: yjc

په کابل کې لاریون کوونکي د ایران سفارت مخې ته راټول شوي ول او په ايران کې یې  له افغان کډوالو سره پر روان چلند د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړېوالو سازمانونو پر خاموشي انتقاد وکړ.

یوه لاریون کونکي خبرداری ورکړ چې نور د غلي پاتېدو وخت نه دی: »که چېرې په هيواد کې د کدرونو له پاره د کار زمېنه برابره وي، اوس به په ایران کې دا وحشت پر موږ نه کېده، د ځمکې په کره کې یوازي افغان وژل کیږي، نور موږ خاموشه نه شو پاتېدای.»

لاریون کونکي وايي، د کډوالی نړېوال میثاق له کډوالو سره هر ډول ناوړه چلند، شکنجه او یا هغوی ته سزا ورکول په سختو ټکو منع کړې، خو ایران د دغه نړېوال میثاق حکمونه تر پښو لاندې کوي.

دغه راز، تېره ورځ ناوخته په خوست کې هم افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له امله لاریون شوی او په یوه پریکړه لیک کې یې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخنیوی غوښتی: «موږ له ټولو داخلي اړخونو ګاونډیو هيوادونو او نړېوالو بنسټونو غواړو چې د افغانانو له کړولو لاس واخلي.»

تردې یوه ورځ مخکې قهرجنو لاریون کوونکو په کابل کې د ایران پر سفارت او هرات کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برېدونه کړي.

په ټولیزو شبکو کې لاس پر لاس کېدونکو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې لاریون کوونکو د سفارت او قونسلګرۍ دروازو ته اورونه اچولي.

په هرات کې د ایران پر قونسلګري تر برید وروسته دغه هيواد هلته خپلې قونسلي چارې ځنډولي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي په هرات کې پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د اسلام کلا بندر هم تړل شوی چې له امله یې په پوله اوړېدونکي له ستونزو سره مخامخ شوي.

د هرات یوه اوسېدونکي میلاد دویچه ویله ته وویل: «ټول خلک ستونزې لري، ناروغان لري، زه خپله ناروغ لرم د ایران قونسلګري له تیرې ورځې تړل شوې څو ورځې کیږي چې له ډېر ليرې ځایه راځم کرایه ورکوم او ډېر لګښت راباندې راځي، موږ هیله لرو چې دا ژر تر تر ژره پرانېستل شي چې ناروغان د درملنې له پاره ایران ته ولېږدوو.»

ايران په افغانستان کي د قونسلګرۍ چاري درولي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په تهران کې یې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او په کابل کې یې د ایران پر سفارت او په هرات کې یې د دغه هيواد پر قونسلګرۍ د برید په اړه جدي اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۱۲) په خپله انترنيت پاڼه کي خپرې شوي اعلامیه کې ويلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا مدیر، له افغان شارژدافیر څخه غوښتي دي چې په هرات کې دې تېره ورځ د ایران پر قونسلګرۍ د شوي برید له عاملینو سره قانوني چلند وکړي او د دوی د دیپلوماتیکو نماینده ګیو امنیت دې وساتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا مسؤل افغان شاژدافر ته دغه راز ویلي دي چې ایران تر امر ثاني پورې په افغانستان کې د ټولو قونسلګریو فعالیتونه دروي، تر څو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته ‌ډاډ نه وي ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې اړه ویلي: «د افغانستان اوسنی سرپرست دولت باید په جدي توګه خپل مسؤلیت عملي کړي.»

تردې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران سفیر بهادر امینیان سره په کتنه کې ویلي ول چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د دواړو هيوادونو پر اړیکو منفي اغیز کولای شي.

ايران ته د افغانانو د مهاجرت موخه څه ده؟