1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ته د ځينو افغانانو د مهاجرت موخه څه ده؟

۱۴۰۰ دی ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، له افغانستانه د ناقانونه مهاجرتونو لړۍ هم شدت موندلی دی. دویچه ویله له یو شمیر داسې افغانانو سره خبرې کړي چې په قاچاقي لارو ایران ته ځانونه رسوي.

https://p.dw.com/p/45LAo
Türkei | Afghanische Flüchtlingean der iranisch-türkischen Grenze
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

د تیر میلادي کال د اګست په نیمايي کې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسیدل، افغانستان پر سیاسي ستونزو سره بیره له ډېرو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان شو چې له کبله یې په زرهاوو افغانانو په ناقانونه توګه مهاجرتونو ته مخه کړه. د دوی ډېری یې د ایران او پاکستان له لارې نورو بهرنیو هیوادونو ته پر ناقانونه لارو مهاجرت کوي.

دویچه ویله له یوشمیر کسانو سره چې له افغانستان څخه ایران ته پر قاچاقي لارو تللي، خبرې کړي او د دوی په غوښتنه یې موږ مستعار نومونه کاروو. احمدالله چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، له تیرو دوو اونیو راهیسې ایران ته پر قاچاقې لاري تللی او وایې یو قاچاقبر شاوخوا دیرش زره افغانۍ ایران ته د انتقال له پاره ترې اخیستي دي.

احمد الله دویچه ویله ته د خپل سفر په هکله وویل: «پر لاري ډېري ستونزي وې چې حتی ځينو افغانانو خپل ژوند له لاسه هم ورکړ.» هغه زیاتوي چې پر دغه لار یې ساعتونه پلی مزلی هم کړی دی ترڅو ځان د ایران خاورې ته ورسوي.

احمدالله د تلیفونې اړیکې له لارې دویچه ویله ته وویل: «موږ یو کس د موټر په صندوق کې کښېنولو او تر مشهد پورې یې راڅخه ۷ میلیونه تومن چې ۲۸۰۰۰ زره افغانۍ کیږي، واخیستل او ایران ته یې راوستلو. موږ پر لاره پنځه ساعته پلی مزل هم وکړ او دا پیسې د ایران پولیسو ته هم رسیږي.»

یوبل افغان چې د ترکیې په نیت له خپل کوره وتلی هغه د کندهار اوسیدونکې دی. نوموړی خپل مستعار نوم محمد نبې ښیي او وايي چې د یوه قاچاق وړونکي سره یې یوځای له نیمروز ولایت څخه سفر وکړ او ایران ته یې ځان رسولی دی.

محمد نبي وایې شاوخوا لس ساعته یې موټر او ځینې ځایونه یې پلې تګ هم وکړ ترڅو پورې خپل ځان ایران ته ورسوي او له همدې لارې بیا د ترکیې پر لوري خپل سفر ته ادامه ورکوي. د هغه په خبره، په افغانستان کې اوس بې وزلي او بې کاري ډېره شوې چې له کبله یې د هغه په ګډون ډېر افغانان د هیواد ترک کیدو ته مجبوره شوي دي.

محمد نبی دویچه ویلی ته وویل: «موږ یو قاچاقبر له نیمروز څخه چې په یوه موټر کې ۲۸ کسان سپاره وو ټول ایران ته انتقالولو. یو څو ساعته پلی مزل مو هم په دښته کې وکړ او له هغه ځایه یې بیا ایران ته واړولو. اوس مو پیسې خلاصي سوي او دلته کار کوو بیا ترکیې ته د تګ له پاره له یوه بل قاچاقبر سره خبرې کوو او بیا به مو هغه بوځي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتونو ادارې یا اوچا په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د شخړو له کبله د داخلي بې ځایه شويو شمیر لا هم لوړ شوی دی. د دغه سازمان په خبره د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې تر دوهمې نېټې پورې د شمیرو له مخې په مجموعي توګه نیږدې ۷ لکه کسان داخلي بې ځایه شوي دي چې له دوی څخه نیږدې نیمايي ته یې د ملګرو ملتونو له لوري مرستې هم رسول شوي دي.

په هيواد دننه او دباندي د افغانانو کړاوونه

که له یوې خوا له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته مهاجرتونه ډېر شوي، له بلې خوا افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو د مهاجرینو د راتګ بهیر هم د افغانانو ستونزې لا پسې ډیرې کړي دي. په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتونو ادارې یا اوچا په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال د نومبر تر ۲۸مې نیټې پورې یوازې له ایران څخه نیږدې ۱ میلیون او ۱۵۰ زره افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په همدې موده کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کسانو شمیر بیا نیږدې ۲۱ زره کسان ښوول شوی دی.

بل لوري ته ملګري ملتونه روان ژمی د افغانانو له پاره سخت ژمی بیانوي او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغانستان سره بشري مرستې لا پسې ډیري کړي. نه یوازې په هيواد دننه بلکي بهرنیو هیوادونو ته په ناقانونه لارو تلونکي افغانان هم له کړاونو ډک ژوند لري.

ایران ته تلونکو یادو دواړو مهاجرو دویچه ویله ته وویل چې وخت نا وخته، د مهاجرت پر مهال د لوږې، تندې او ډیرې سړې هوا له کبله ځینې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دوی زیاتوي چې یو شمیر افغانان بیا د ایران د پوله ساتو ځواکونو د ډزو له کبله هم وژل کیږي او کورنۍ یې بیا د ژوند او مرګ په هکله معلومات نه لري.

د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی صدیق الله نصرت، دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل چې دوی کوښښ کوي چې د قاچاقبرانو مخه ونیسي: «د افغانستان اسلامي امارت د دوی مخه نیسي. ځینې کسان موږ نیولي او هغوی محکمې ته تللي او محاکمه کیږي.»

له وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د دغه هيواد اقتصادي وضعيت خورا کړکېچن سوی دی. هغه مرستې چي د افغانستان د حکومت د چلولو له پاره له دباندي څخه کېدلې، هغه درول سوي دي.  امريکا متحده ايالاتو د افغانستان د حکومت پيسې کنګل کړې او نړيوال طالبانو ته د شک په سترګه ګوري. د نړيوالو مرستو کمېدل او په هيواد کي وچکالي د زيات شمير افغانانو د بېروزګاره کېدو لامل سوې ده چې له کبله یې د افغانستان د نفوس اکثريت د لوږي له ګواښ سره مخامخ دي.

په روان اقتصادي بحران کي د هغو افغانانو شمير زيات سوی دی چي غواړي له افغانستان څخه کډوال سي. د مهاجرو له پاره نارويژي کمېټې د تیر ۲۰۲۱م کال په دسمبر میاشت کې ویلي ول چې د دغې کمېټې د معلوماتو پر اساس هره ورځ تقريباً پنځه زره افغانان له خپل هيواد څخه د بهرنیو هیوادونو پر لور مهاجرت کوي.

ص. ذ / خ. ح/ ن.ز