1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کې لاریونونو د افغان کډوالو ژوند څرنګه اغیزمن کړی؟

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

په ایران کې روانو لاریونونو او کار بندیزونو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی. په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال د ایراني چارواکو لخوا د افغانانو د نیولو او ان وژلو خبرې هم کوي.

https://p.dw.com/p/4JKq2
Iran | Proteste in Marivan
انځور: Kurdpa

په ایران کې له تیرو څو اوونیو راهیسې د حکومت ضد لاریونونه روان دي. د حکومت پر ضد دغه لاریونونه له هغه وروسته لا پسې پراخ سول چې د ایران مذهبي پولیسو په توقیف کې د ژینا مهسا امیني د مشکوکې وژني اوازې خپرې سوې. دغه لاریونونه په لومړي سر کې کم رنګه وو خو د وخت په تیریدو سره لا پسې پراخ سول. په دې ترڅ کې د ایراني امنیتي مامورینو له لوري په سلهاوو لاریونوال نیول سوي او «هرانا ویبپاڼې» په نامه رسنۍ بیا د ۴۲۹ تنو محصیلینو د نیولو خبره کوي.

اړوند:  په تهران کې د شپې له خوا لاریونونه او په مریوان کې ناآرامي
که څه هم په دې مظاهرو کې د افغان کډوالو کډون سمه خبره نه ده، خو عیني شاهدان وايي، په نیول سویو کسانو کي افغانان هم شامل دي. 

ایران،: د مهسا امیني د وژنې پر ضد مظاهرې
ایران،: د مهسا امیني د وژنې پر ضد مظاهرېانځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS


فرید هغه افغان دی، چي له تیرو لسو کالو راهیسي په تهران کې دوکانداري کوي. نوموړي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «درې اوونۍ کېږي چي زموږ په ګاونډ کي اته افغان کډوال سپاه پاسدارانو په حکومت ضد لاریونو کي د ګډون په تور نیولي دي.»


دغه افغان مهاجر وايي، د نیول سویو کسانو کورنیو ډېره هڅه وکړه، چي د خپلو کورنیو د نیول سویو غړو په اړه پوښتنه او معلومات وکړي: «مګر له بده مرغه هیڅ ګټه يې نه ده کړې، ځکه تر اوسه چې د کومو نیول سویو کسانو مور او پلار هر چارواکي ته ورځي، نو هغوی ته هیڅوک ځواب نه ورکوي. زه نیول سوي کسان پېژنم او په دې باوري یم چي ناخبره په لاریونونو کي بند پاته سوي دي.»


حامد یوبل افغان کډوال دي، چي په مشهد ښار کې ژوند کوي او وایي په داسي حال کي چي ملګري يې په لاریونونو کي ونډه نه درلوده، خو وژل سوی دی. 
نوموړي دویچه ویله ته وویل: «زما یو ملګري په قهوه خانه کي کار کوو. لس ورځي کېږي چې د مشهد ښار په شهیدانو څلور لاري کي د امنیتي کسانو په ډزو کي ووژل سو. هغه پر موټرسایکل باندې د لاريون پرمهال له دغې سیمي تېرېدو چي له دې پیښي سره مخامخ سو.» دی زیاتوي، هره ورځ دغسي پيښي کيږي، خو هیڅوک زړه نه سي کولای، چي دغه موضوعګاني وڅيړي. 

اړوند: په ایران کی د افغان ماشومانو د زده کړې په اړه ضد او نقیض ادعاو
په دې وروستیو کې د بخښني نړيوال سازمان په خپاره کړي راپور کي هم راغلي دي چي دوه افغان تنکي ځوانان رضا سروري او ستاره تاجک د ایران په لاریونونو کي وژل سوي دي. ایراني چارواکو تر اوسه د لاریونونو په ترڅ کي د نیول سویو او وژل سویو افغانانو په اړه څه نه دي ویلي. 

په ایران کي افغان کډوال
په ایران کي افغان کډوال انځور: LAILA MATAR/NRC/AFP


د طالبانو اداره او په ایران کي د افغانستان سیاسي استازولۍ، په لاریونونو کي د نیول سویو او وژل سویو افغانانو په اړه معلومات نه لري. د طالبانو ادارې له افغان کډوالو غوښتي چي په یادو مظاهرو کي ګډون ونه کړي. 


د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني دویچه ویله ته وویل: «تراوسه افغان کډوالو په دغو لاریونونو کي نه برخه اخیستې او نه هم هلته افغان مهاجر په دې چارو کې کار لري. پرون مو هم په دې اړه  له ایراني چارواکو سره خبري کړي دي.»
د طالبانو ادارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند زیاتوي: «که چیري بیا هم په دغو مظاهرو کي کوم افغان برخه اخیستې وي، نو دا باید د دې سبب نه سي چي هلته مېشت نور افغانان يې په ګناه ونیول سي.»

اقتصادي ستونزي 


پر افغانستان د طالبانو له دوهم وار واکمنۍ څخه وروسته په زرهاوو افغانان د بېکارۍ، فقر او د طالبانو له ویري ایران ته کډه سول.  تر دې وړاندې هم په میلیونونو افغان کډوال په ایران کي د کډوالۍ ترخې شپې سبا کوي. 
په ایران کي یو شمېر افغان کډوال وايي چې په دغه هیواد کي افغانان له زیاتو اقتصادي ستونزو څخه کړيږي او په ایران کي د دوی په وینا دغه وروستي بدلونونه د دې سبب سوي چي د افغانانو اقتصادي وضعیت نور هم وځپل شي. 

د ایران په مهاباد ښار کي د حجاب پر ضد لاریون
د ایران په مهاباد ښار کي د حجاب پر ضد لاریون انځور: SalamPix/ABACA/picture-alliance


عبدالکریم هغه افغان مهاجر دی، چي یو کال کېږي په ایران کي روزانه مزدوري کوي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «شپږ میاشتي مې په یوه ساختماني شرکت کي کار وکړ، خو په ایران کې د روانو جنجالونو له لاسه هغه کار هم راباندي ودرید.»


دغه افغان کډوال د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه وايي: «خدای شاهد دی، چي ژوند مي داسي تریخ دی چي نور مي نو له ژوند زړه تور دی، د کور د کرایې او د ژوند د خرڅ له پاره هیڅ پیسې نه دي راپاته سوي.»

اړوند:د ایران د کورنیو چارو وزیر: د مهسا په مړینه کې پولیس ملامت نه دي
د صادق په نامه یوبل افغان کډوال، چي له ډېره وخته په ایران کي ژوند کوي وايي: «په ایران کي وروستۍ مظاهرې په دغه هیواد کي د ځینو لویو او کوچنیو کارځایونو د تړلو سبب سوي دي او کیدای سي چي له دې امله صنفي اتحاديې په کاربندیز لاس پورې کړي. دغه چارې زیات افغانان او ان ایرانیان هم وزګار کړي او پر موږ افغانانو خو يې اقتصادي ساحه ډېره تنګه کړې ده.»


د طالبانو د ادارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم مني، چي په ایران کې وروستیو بدلونونو په دغه هیواد کي د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی.


هغه زیاتوي: «که چیري په ایران کي د افغان کډوال ژوند سخت وي، کولای سي بیرته خپل هیواد ته راستانه سي، موږ چمتو یوو، چي د دوی له پاره د کار او سرپنا غم وخورو. موږ له دوی څخه غواړو، چې بیرته خپل هیواد ته را ستانه سي او په خپل هیواد کي هوسا ژوند وکړي.» 
هغه په داسي حال کي له افغان کډوالو سره وطن ته د بیا ورتګ پرمهال د مرستي ژمنه کوي، چي اوسمهال د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په سلو کي ۹۷ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. سربیره پر دې، د افغانستان نیمايي اوسیدونکي د بې کارۍ او اقتصادي بحران له امله د نړيوالو مرستو ته سترګي په لار ورځي شماري.   

په ایران کي د روانو مظاهرو یوه څنډه
په ایران کي د روانو مظاهرو یوه څنډه انځور: SalamPix/abaca/picture alliance