1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي مظاهرې؛ د وژل سوو کسانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

په ایران کي مظاهرې پر سرکوبه کولو سربیره ادامه لري. د رپوټونو له مخي د وژل سوو کسانو شمیر ۳۶ کسانو ته رسېدلی. د انترنت پر قطع کیدو سربیره په ویډیو گانو کي پر مظاهره کوونکو باندي د امنیتي ځواکونو مستقیم بریدونه ښودل کیږي.

https://p.dw.com/p/4HFAJ
Iran | Protest gegen den Tod von Mahsa Amini in Teheran
په ایران کی د مهسا د مړیني په وړاندي مظاهرېانځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS

د ایران د بشري حقونو سازمان د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي په دغه هیواد کي د مهسا امیني د مړیني له امله په مظاهرو کي ۳۶ کسان وژل سوي دي. دغه سازمان د قربانیانو شمېر د ښارونو پر اساس په خپل رپوټ کي راوستی دی

سیمه ایزو سرچینو د پنجشنبې په ماښام دغه سازمان ته رپوټ ورکړ چي یوازي د مازندران د آمل په ښار کي د نښتو په ترڅ کي ۱۱ اعتراض کوونکي په مستقیم ډول د امنیتي ځواکونو له خوا په مرمیو وشتل سوي او شاوخوا ۶۰ نارینه او ۶ ښځي نیول سوي او د آمل زندان ته انتقال سوي دي.

د ايرانۍ مېرمنې مړينه؛ په خواله رسنيو کي ټرېنډ او ایران کې احتجاجونه

د پنجشنبه په ماښام د نورو ښارو اوسیدونکو هم په مظاهرو پیل وکړ. د نورو ښارو د مظاهره کوونکو په زیاتیدو سره امنیتي ځواکونو د هغوی د سرکوبه کولو له پاره له لاډیر زورزیاتي څخه کار واخیست.

یوازي د کهگیلویه په دهدشت ښار او بویراحمد کي پنځه تنه وژل سوي او څه د پاسه ۳۰ نور زخمیان سوي چي د ځینو حالت خطرناک ښودل سوی دی.

د پنجشنبه په ورځ د مظاهرو په اول قدم کي د ښځو حضور او د حجاب په ایسته کولو سره د هغوی سوله ایز اقدام همدارنگه دوام درلود. مظاهره کوونکو د »ښځه، ژوند او آزادي« شعارونه ورکول.

Iran Teheran Anti Hijab Protest Mahsa Amini
په ایران کي د حجاب پر ضد د مظاهرو انځورانځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د رپوټونو له مخي، په تهران کي شاوخوا ۷۰ نیول سوي ښځي د قرچک او رامین زندانونو ته انتقال سوي دي. ټولي نیول سوي ښځي وهل او ټکول سوي او د ځینو پښې او لاسونه هم مات سوي دي.

په ایران کي د بشري حقونو په فعالانو پوري مربوط د هرانا خبري آژانس، په تبریز کي د پوځیانو له خوا د یوې ښځي له زورزیاتیو ډکو سرکوبه کولو په هکله د یوه فیلم ښودلو رپوټ ورکړی دی.

د مظاهره کوونکو شعارونه په تیره بیا حاکمیت او ټول نظام ته هم متوجه ول. په ځینو سیمو کي مظاهره کوونکو د »جنگیږو، مړه کیږو، ایران بیرته نیسو« شعارونه ورکړل.

ایرانیان د مهسا امیني د مړه کیدو توضیحات غواړي

د ايران په تبریز، شیروان، ملکان او کاشمر ښارونو کي په پراخه کچه د انترنت پر قطع کیدو سربیره په تویتر کي نوي فیلمونه ښودل سوي دي. ځینو کاروونکو د پنجشنبې په ماښام لیکلي چي«سړکونه د مظاهره کوونکو په لاس کي ول.»

په ايران کي ډېر نامتو کسان د پیغامونو په استولو سره له مظاهره کوونکو سره یو ځای سوي.

د ۹۰ په نامه خپروني اجرا کوونکی، عادل فردوسي پور هم چپه خوله پاته نه سو او د یوې ویډیو په خپرولو سره یې ویلي چي «د خلکو د غوښتنو جواب، زورزیاتی، محدودیت او د انترنت قطع کیدل نه دي.»

په ایران کي انستاگرام او انترنت همدارنگه قطع دي. واتساپ هم په ایران کي د انترنت د قطع کیدو په غبرگون ویلي دي چي «ارتباطي خصوصي او محرمانه شبکو ته لاس رسی د ټولو خلکو حق دی او هڅه کوي چي ایرانیان وکولای سي په اړیکه کي سره پاته سي.»

GP/NZ/Farsi