1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایرانیان د مهسا امیني د مړه کیدو توضیحات غواړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

د پولیسو په یوه پوسته کي د ۲۲ کلني ځواني ښځي، مهسا امیني تر مړه کیدو وروسته په ټول ایران کي خلګو په مظاهرو لاس پوري کړی دی او د هغې د مړيني توضیحات یې غوښتي دي.

https://p.dw.com/p/4H6zT
Protest im Iran
انځور: UCG

یوازي په تهران کي د دوشنبې په ورځ په زرهاوو کسان سره راټول سوي ول، تر څو د دغي پيښي په مقابل کي خپل نفرت او قهر وښيي.

په همدې حال کي لکه څنګه چي د فارس خبري آژانس خبر ورکړی دی، امنیتي قواوو ځیني مظاهره کوونکي نیولي هم دي. مهسا اميني یوه اونۍ دمخه د مذهبي پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته تیره جمعه(۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۶) په یوه روغتون کي مړه سوه.