1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې معلولیت لرونکي وګړي له بې وزلۍ څخه رنځ وړي»

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د طالبانو د حکومت د شمیرو پر اساس دمګړۍ په افغانستان کې ۱۵۰ زره کسان د معلوليت لرونکو کسانو په توګه ثبت دي. په افغانستان کې معلوليت لرونکي کسان له دوو، يعني بشري او اقتصادي بحرانونو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4KUaH
Afghanistan | Zentrum für Menschen mit Behinderung in Herat
انځور: AA/picture alliance

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت له لوري دویچه ویله ته د ورکړل شویو ارقامو له مخې په افغانستان کې ۱۵۰ زره معلولیت لرونکي کسان ثبت شوي دي. د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند، مفتي فیصل خاموش، دویچه ویله ته وویل، دا شمېرې لومړنۍ دي او د معلولینو د ثبت پروسه لا نه ده بشپړه شوې.
د نورو عواملو تر څنګ، په افغانستان کې اوږدې جګړې زرګونه کسان معیوب کړي دي. خاموش وايي، چې تر اوسه يې خلک د امارتي معلولينو، د تېر حکومت د پوځي ځواکونومعلولین، ملکي معلولينو او د زېږون د معلولینو په کټګوريو وېشلي دي.

ولې طالبانو د یتیمانو او معیوبینو د معاشونو کارتونه لغوه کړي؟

 د تېر حکومت له معلولو سرتېرو سره څنګه چلند کېږي؟

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته «عمومي عفوه» اعلان کړې او ژمنه یې کړې چې د دې هیواد اتباع به د خپلو پخوانیو فعالیتونو له امله نه محاکمه کوي، خو ځینو پخوانیو پوځیانو دویچه ویله ته د طالبانو له خوا د پوښتنو ګروېږنو او شکنجو په اړه ویلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبان له هغو کسانو سره څه ډول چلند کوي چې د دغې ډلې پر وړاندې د جګړې له امله معیوب شوي دي؟ د طالبانو د معلولینو وزارت ویاند په دې هکله وويل چې دوی له دغو کسانو سره تبعیض نه کوي. د تېر حکومت د پوځي ځواکونو په چوکاټ کې د جګړې له امله معلول شوي نظامیان هم خپل حقونه ترلاسه کوي.
خو د دې مسئلې د تایید لپاره د تېر حکومت له پوځیانو څخه د معلولیت لرونکو کسانو نظر ته هم اړتیا ده.
په ورته وخت کې دغه طالب چارواکي وايي چې اوس مهال ۱۲۰ زره کسان د معلولیت کلني امتیازات ترلاسه کوي چې ځینو یې د شپږو میاشتو او ځینو یې د یو کال معاشونه ترلاسه کړي دي. د هغه په ​​وينا، د يو شمېر معلولينو لپاره د حرفوي زده کړو لړۍ دوام لري. خاموش زیاتوی چې د نوم لیکنې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د معلولینو د ملاتړ پروګرامونه لا ښه شي.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون: ذهني معلولين تر ټولو ډير زيانمنیدونکي دي

د شهیدانو او معلولینو وزارت د حقونو او پروګرامونو سربیره، د افغانستان د روغتیایی سیستم وضعیت هم کولای شي په دغه هیواد کې د معلولیت لرونکو وګړو د ژوند په کیفیت اغیزه وکړي. سږ کال د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې موضوع هم همدې لامل ته اشاره کوي. په ۲۰۲۲ کال کې د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې لپاره غوره شوې موضوع د يوې په برابره توګه د لاس رسي وړ نړۍ د رامنځته کولو له پاره د نوښت پر نقش ټينګار کوي. 
آیا په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره دا نړۍ جوړول امکان لري؟

 د ارتوپیدي متخصص او په کابل کې د نوې احیا یا رها روغتون مشر ډاکټر رامین سنګین په دې باور دی چې د معلولیت لرونکو کسانو د درملنې او د ژوند د ښه کولو په برخه کې پرمختګ کېږي. په هغه روغتون کې چې دی یې مديريت کوي، د معلولینو لپاره د بدن مصنوعي غړي جوړېږي.
تر دې مخکې یوازې هغه روغتونونه چې د نړیوالو بنسټونو او بهرنیو هیوادونو لخوا یې ملاتړ کېده، کولای شوای چې د ځینو معلولیت لرونکو خلکو لپاره مصنوعي غړي تولید کړي.

Handicap International | Unterstützung für afghanische Zivilisten
انځور: Handicap International


ډاکټر سنګين په افغانستان کې د معلولينو د شمېر په زياتوالي کې د جګړې رول هم ياد کړ او ويې ويل: «کاش چې ټول فکر په معلولينو متمرکز شوى واى.» نوموړی همدا راز زیاتوي چې د روغتون د ناروغانو په وینا «په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي.»
په همدې حال کې دغه ځوان ډاکټر هيله لري چې پرمختللي هېوادونه په ځانګړې توګه جرمني به په افغانستان کې د معلوليت لرونکو کسانو لپاره د مصنوعي غړو د توليد په برخه کې مرسته وکړي.


په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان هم اعلان کړی چې اوس مهال په نړۍ کې ۱،۳ میلیارده وګړي له معلولیت سره ژوند کوي. دا په دې معنی ده چې د نړۍ د نفوس یو پر شپږمه برخه په یو ډول نه یو ډول سره معلولیت لري. دغه سازمان د معلولیت لرونکو کسانو د ژوند ناوړه شرایطو ته په اشارې سره وايي چې معلولیت لرونکي کسان همدارنګه د رواني ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

م.ا/ب.ص