1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د یتیمانو او معیوبینو د معاشونو کارتونه لغوه کړي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د شهیدانو او معلولینو وزارت ویلي دي چې د یتیمانو او معیوبینو د تنخواګانو سل زره کارتونه يې لغوه کړي دي. خلک په دې اړه له بې عدالتۍ څخه شکايت کوي.

https://p.dw.com/p/4Hipe
Afghanistan Konflikte Bericht
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان په دولتي سیکتور کې د شهیدانو او معلولینو وزارت یتیمانو او معیوبینو ته د میاشتني معاش د ورکړې دنده لري.

د طالبانو ادارې د شهیدانو او معلولینو وزارت د پخواني نظام پرمهال د ثبت شویو یتیمانو او معیوبینو کابو سل زره هغه کارتونه لغوه کړي، چې له مخې یې له دغه وزارت څخه پرې میاشتني تنخواوې ترلاسه کولې.

د دغه وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش دویچه ویله ته وویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې يې په فورمو کې داسي نومونه په ګوته کړي چې خیالي ول: «موږ پخوانی ډیټابیس لغوه کړی او اوس مو له سره ثبت نام شروع کړی. موږ د تیرې ادارې د یتیمانو او معلولینو کابو سل زره فورمې لغوه اعلان کړي دي. ډېرو یې هیڅ شتون نه درلود او خیالي ول.»
 

خوست: د روزنتون د بې سرپرسته ماشومانو نامعلوم برخلیک

خاموش دغه راز د شهیدانو او معولینو وزارت د پالیسۍ د تغیر یادونه کوي او وایي، چې د پخواني حکومت پرمهال یوازې په جګړو کې د وژل شویو کسانو کورنیو او معیوبینو ته تنخواوې ورکول کیدې، خو دوی د هر مړه شوي کس اولادونه یتیمان او هر ډول معیوبین او معلولین چې کار نشي کولی، د تنخوا وړ بولي.

په کابل کې د معیوبینو د یوې شورا مشر صاحب منګل هم دویچه ویله ته وویل، چې پخوا ډېرو کسانو د معاملو او فساد له مخې د یتیمانو او معیوبینو په نوم کارتونه جوړ کړې وو.

هغه دویچه ویله ته وویل: »هر چا د یتیمانو، معیوبینو او معلولینو په نوم شورا جوړه کړې وه او د یتیمانو او معیوبینو په نوم به یې کارتونه ویشل. خپله ځینو مسؤلینو په دې فساد کې لاس درلود، په خیالي ډول به یې خپلوانو او نورو کسانو په جعلي اسنادو د یتیم او معیوب کارتونه ترلاسه کول او تنخوا به یې اخیسته.«

خو یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو ادارې له لورې د یتیمانو او معیوبینو په نوم تر ډېره د طالبانو کورنیو او د هغوی پلویانو ته لومړیتوب ورکړل شوی او د پخواني حکومت پرمهال حکومت پلوه وژل شويو کسانو ته تر ډېره ارزښت نه ورکول کیږي.

په افغانستان کې له معلولينو او معيوبينو سره د مرستې غوښتنه

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د نور احمد په مستعار نوم دویچه ویله ته وویل، چې د پخواني پوځ په لیکو کې یې ورور وژل شوی، خو اوس یې کورنۍ نه ده ثبت شوې.

هغه وویل»: څو کاله مخکې مې ورور د پوځ لیکو کې چې ووژل شو او کوچني ماشومان یې پاتې شول. دلته چې ورشې بس ټول طالبان خپلې کورنۍ لیکي او د مخکیني حکومت د پوځ له يتيمانو سره لکه د پردي داسي چلند کوي. موږ عریضه ورکړې ده، خو تر اوسه یې نه ثبت کړې نه یو.«

خو یو شمېر معیوبین هم نیوکه لري، چې د طالبانو له لورې د معیوبینو انتخاب شفاف نه دی او وايي چې د هغوی کسانو کار کیږي، چې طالب یې او یا د هغوی په خوښه وې.

د کابل اوسیدونکی ګل بهادر وایي، پلار یې په يوه سترګه ړوند دی او د لاس څو ګوتې یې هم پرې دي، چې د کلونو راهیسې یې د معیوبینو په کارت تنخوا ترلاسه کوله، خو اوس یې تنخوا قطع شوې ده.

اړوند: له معیوبینو سره مرسته، یو سړی او یوه ستره چاره

ګل بهادر دویچه ته وویل:» زما پلار کار نشي کولی، د معیوبیت معاش او لږ څه په ښار کې زما مزدوري به دومره پیسې کيدلې چې موږ کور کې میاشت بلې میاشتې ته پرې ورسوو. اوس مې د پلار کارت ختم شوی دی او د شهیدانو او معیوبین ادارې ثبت نه کړو. اوس کار او روزګار نشته او د شپې او سبا د خدای هیلې ته ناست یو«.

خو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند د خلکو دغه اندیښنو ته ځواب ويلی دی. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل:» د معلولینو نوی ثبت نام یو لک او ۳۵ زرو ته رسیدلی، چې په دې کې د تیرې ادارې نظامي معلولین، اردو، پولیس او قطعه خاص معلولین، ملکي معلولین او د اسلامي امارت خپل معلولین شامل دي. که هر ډول یتیم او هر ډول معلول وي موږ ثبت کړی دی.« 

د طالبانو ادارې دغه ویاند زیاتوي، چې د پخواني حکومت پرمهال شاوخوا درې نیم لکه یتیمانو،معیوبینو او معلولینو تنخواوې ترلاسه کولې، خو دوی تر اوسه پنځه نیم لکه یتیمان او معلولین ثبت کړې دي، چې په وینا یې ۷۰ سلنه دغه راجسټر شویو کسانو ته د شپږو میاشتو تنخواوې هم حواله شوې دي.