1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

په افغانستان کې د کانګو ناروغانو شمېر ډیر شوی

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه خپل تازه راپور خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Umrm
کابل د انتاني ناروغیو روغتون
کابل د انتاني ناروغیو روغتونانځور: Entani Hospital, Kabul

په یاد راپور کې ویل شوې دي چې د روان میلادي کال د جولاې میاشتي په ورستۍ اونۍ کې لس د کانګو تازه پیښي ثبت شوې او په دې ناروغۍ اخته دو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوې دي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان  کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۵ ته رسېدلی او له امله یې د مړو شمېر ۷۸ تنه ښودل شوی.

آیا په افغانستان کي د کانګو د ناروغانو شمیر ډیر شوی؟

د انتاني ناروغیو افغان متخصص، غلام فاروق قایم دویچه وله ته وویل: «د لوې اختر وروسته د افغانستان په سطحه په روغتون کې په کانګو ناروغۍ د اخته کساو شمیر ډیر شوی او هغه کسان چې د لوی اختر وروسته دوی ته مراجعه کوې ناروغۍ ېې کانګو ته ورته علایم ښې.»

هغه زياته کړه: «زموږ ډیر خلګ روغتیاېې خدماتو ته پوره لاس رسی نه لرې، دوی ته زموږ سپارښتنه داده چې هغه ناروغان چې کانګو ته ورته علایم لرې ډیر ژر دې روغتونونو ته ورشې کنه دا ناروغۍ د دوې اونیو په جریان کې د انسان بدن ته ډیر زیان رسوې چې وروسته یې بیا کنټرول سختیږې»

ایا د ایډز ساري ناروغي پر ښځو بل ډول اغېزې لري؟

محمد ناصر د بادغیس د آبکمري ولسوالۍ اوسیدونکی چې درې میاشتې مخکې ېې پلار د کانګو ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی او اوس ېې ورو په روغتون کې بستر دی د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوې چې په ولسوالیو او وروسته پاتې ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات برابر کړې. د ده په خبره: «زموږ په سیمه کې ډیر خلګ مالداري کله چې څوک ناروغه شې د ولسوالۍ روغتېاېې مرکز ته ځي هلته ډیرو ناروغانو ته یو شربت او ګولۍ نشته خلګ مجبور دي چې د هرات حوزوي روغتون ته راشې خو دا کار بیا د هر چا په اقتصالدي توان نه دی پوره.»

د روغتون پر بستر پروت ناروغ
د روغتون پر بستر پروت ناروغانځور: Entani Hospital, Kabul

د روغتیا نړیوال سازمان ویلې دي چې د کانګو ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له یوه کال راهيسي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره د تشخیص، درملنې او مشاورې په برخه کې همکاري کوې یاد سازمان په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی دی چې د کانګو ناروغۍ باید جدي ونیول شې.

په هرات کې د تنفسي ناروغیو ډاکتر ابراهیم محمدي واېې: «د کانګو په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تر هغه ډیر دی کوم چې په رسمي ډول وړاندي کیږې. تر ډیره موږ ته هغه ناروغان راځي چې په لېرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوې او لمړنیو روغتیاېې خدماتو ته لاس رسی نه لرې کله چې ېې ناروغۍ اوج وکړي د اساسي درملني له پاره ښارونو ته راځي چې دا نو ناوخته وي.»

 کانګو څه ډول علایم لري؟

د ډاکترانو په وینا: کانګو ويروسي او وژونکي ناروغۍ ده، له څارويو څخه انسانانو ته انتقالیږې. ناڅاپه تبه، زکام، سر درد، د بدن درد او التهاب د کانګو لمړني علایم دي خو که چیرې ناروغۍ جدي پړاو ته داخله شې، یاد ویروس د ویني پر سیسټم حمله کوې چې آند د ناروغ د مړیني لامل هم ګرځي.

په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط ویره څومره حقیقي ده؟