1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د روغتیا نړیوال سازمان: سږنی کال د کرونا وبا د پای کال دی

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د روغتیا نړېوال سازمان د لومړي ځل له پاره په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له خپرېدو خبر ورکړ چې په ورځ کې ېې د ۵زره کسانو ژوند اخیست. اوس د قربانيانو شمېر ۷ میلیونو ته رسېدلی او دغه سازمان یاد کال د کرونا د پای کال ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4OsWX
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم قبریسوس (په منځ کې(
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم قبریسوس (په منځ کې(انځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/picture alliance

د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) تمه لري چې د کرونا وبا به د روان میلادي کال تر پایه پورې ختمه شي. د دغه سازمان مشر، تدروس آدهانوم قبریسوس، وويل: «زه ډاډه یم چې ووایم سږکال کولی شو ووايو چې کوويډ-۱۹ وبا نور د یو بيړني وضعیت او نړېوالې اندېښنې په توګه پای ته رسېدلې ده.» 

اړوند نور ولولۍ: المانی کارپوه: د کرونا پاندمي پای ته رسېدلې ده

تدروس په لومړي ځل د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۱مه د دغې وبا له خپرېدو څخه خبر ورکړ. هغه وخت په اوونۍ کې د کرونا ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې د ۵۰۰۰ مړینو رپوټ ورکړل شو. اوس دغه ارقام د لومړي ځل له پاره خپل تر ټولو ټيټ حد ته رسيدلی چې د روغتیا نړېوال سازمان مشر ورڅخه د یو مثبت پرمختګ په توګه هرکلی کړی دی.

د روغتیا نړېوال سازمان تر هغه مخکې، د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۳۰مه، په نړېواله سطحه بيړنۍ وضعیت اعلان کړ. هغه وخت یوازې د عفونت له ۱۰۰ کمې پېښې کشف شوې وې او له چينه بهر چېرته چې دغه ویروس په لومړي ځل کشف شو، د مړېنې کومه پېښه رامنځ ته شوې نه وه.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وويل: «ننۍ نړۍ د کرونا وبا د وخت د هرې شیبې په پرتله په واضحه توګه په یو ډير ښه وضعیت کې قرار لري.»

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې تر اوسه په ټوله نړۍ کې د عفونت ۷۶۰ میلیونه پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې نژدې ۶ اعشاریه ۹ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تدروس په خبره، د کرونا وبا له امله د مرګ و مير واقعي ارقام له دې څخه «ډير لوړ» دي.

په هند کې د کرونا اوج - ۲۰۲۱ - د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا وبا تل وژونکې او د روغتیا له پاره خطرناکه پاتې کيږي، اما په دې حد کې نه چې د ټولنې او روغتونونو نظم ګډوډ کړي
په هند کې د کرونا اوج - ۲۰۲۱ - د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا وبا تل وژونکې او د روغتیا له پاره خطرناکه پاتې کيږي، اما په دې حد کې نه چې د ټولنې او روغتونونو نظم ګډوډ کړيانځور: Pradeep Gaur/Zuma/picture alliance

اړوند نور ولولۍ: په چین کي بيا ډېر کسان په کرونا اخته سوي

د آلمان روبرت کوخ انستيتوت او د نورو چارواکو او بنسټونو د معلوماتو پر اساس، په آلمان کې د کرونا شاوخوا ۳۸.۳ میلیونه پېښې ثبت شوي او ۱۶۹ زرو څخه ډير کسان په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د مرګ اکثره پېښې د لومړيو میاشتو اړوند دي. په آلمان کې د کرونا اوج دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱م کال په جنوري کې وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د بيړني پروګرام مشر، مایکل رایان وويل: «زه فکر کوم چې یوې داسې نقطې ته رسیدلی یو چې نور کولی شو کرونا ته د ېوې فصلي آنفولانزا په سترګه وګورو.» هغه زیاته کړه چې د کرونا وبا تل وژونکې او د روغتیا له پاره خطرناکه پاتې کيږي، «اما په دې حد کې نه چې د ټولنې او روغتونونو نظم ګډوډ کړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د روغتیايي مسايلو اړوند همکاریو او د وباو پر وړاندې د لا ښې مبارزې له پاره، د هیوادونو تر منځ د لا ډيرو شبکو د ایجاد غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دغه شبکې باید د یو نړیوال تړون به چوکات کې د روغتیا نړیوال سازمان تر سلا مشورو لاندې فعالیت وکړي.

اړوند نور ولولۍ:  »کرونا وبا دي په پسرلي کي ختمه اعلان سي«

دویچه ویله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ - 25.05.2021: