1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د هوايي بریدونو د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبه

طالب چارواکي وايي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو د هوايي بريدونو له امله د تلفاتو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/4A4Nq
Afghanistan Khost | Protest gegen pakistanische Luftangriffe
انځور: AFP

د دوی په خبره، د قربانيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي. دغه راز طالبان ادعا کوي چې د پاکستان د توپونو په بریدونو کې هم څو کسه ملکي وګړي وژل شوي دي.

فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ناوخته د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي چې په خوست کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په ​​وينا، قربانيان ټول ملکي وګړي دي چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي.

طالب چارواکي وايي چې په کونړ ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې شپږ نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي. طالبانو او ځايي خلکو له دې وړاندې ویلي ول چې د پاکستان د پوځ توپچي له پولې هاخوا بریدونه کړي دي.

Afghanistan Khost | Verletzter Junge nach pakistanischen Luftangriffen
انځور: AFP

د پاکستان پوځ په لومړي سر کې دا بریدونه تائید نه کړل، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان د سخت دریځو وسله والو پر ضد دې جدي اقدام وکړي.

پاکستان ادعا کوي چې اورپکې ډلې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځ وروستۍ کړنې "تنبیهي" وې ځکه د ياد وزارت په وینا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو څخه په وار وار غوښتنه شوې وه چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مخینوی دي وکړي، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.

په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو په بريد کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي ول. دا سیمه د افغانستان له ختیځو ولایتونو سره ګډه پوله لري. په دې وروستيو کې په سرحدي سيمو کې تاوتريخوالى يو ځل بيا زيات شوى دى.

پاکستان طالبانو ته د اورپکو په اړه خبرداری ورکړ

افغان طالبانو په کونړ ولایت کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له توپچي بریدونو وروسته د خپلو یو شمېر غړو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د تېر کال په اګست میاشت کې د واک تر لاسه کولو وروسته، افغان طالبانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به هېڅ افراطي ډلې ته پټنځای نه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد د بریدونو له پاره وکارول شي، خو د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته پرتې قبایلي سیمې له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو ډلو خوندي پټنځایونه بلل کېږي.

په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله هم فعاله ده، چې وخت نا وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي. په ډسمبر میاشت کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند اعلان کړ او بیا یې لغوه کړ. له هغه وخت راهیسې د پاکستان پر اردو او پولیسو څو بریدونه شوي دي.