1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان طالبانو ته د اورپکو په اړه خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

پاکستان خبرداری ورکړ چې د افغانستان طالب مشران دې د پاکستاني طالبانو اورپکو ته په افغانستان کې ځای نه ورکوي. دغه خبرداری داسې مهال کيږي چې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ کې بريدونه کړي چې ملکيان پکې مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4A2mN
Pakistan | Anschlag in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

پاکستان د افغانستان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني طالبانو اورپکي چې د دغه هېواد د پوځ په وړاندې يې زياتېدونکي بريدونه کړي دې، د افغانستان په خاوره کې دي يې نه پرېږدي. دغه خبرداری وروسته له هغې کيږي چې افغانانو رپوټ ورکړی چې پاکستاني پوځي الوتکو د جمعې په ماښام د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې بريدونه کړي دي چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستان تر دې دمه دغو تورونو ته له ځواب ويلو څخه انکار کړی دی. خو په خپل وار يې پر افغان طالبانو اوس تور لګولی چې کافي کار نه کوي څو له افغانستان څخه پر پاکستان باندې د اورپکو د بریدونو مخه ونيسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې چې ژبه يې دا ځل ډېره تنده وه، راغلي دي چې »تروريستان بې له دې چې مجازات وويني، له افغان خاورې ګټه اخلي څو په پاکستان کې فعاليتونه وکړي.«

پر پاکستان هم ډېر ځله تورونه پورې شوي وو چې د افغان طالبانو جنګياليو ته يې ځای ورکاوه مخکې له دې چې طالبان تېر اګست بېرته په افغانستان کې قدرت ته ورسېدل. دا ځکه چې امريکا خپله تر ټولو اوږده شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او سرتېري يې له افغانستان څخه ووتل. له هغه وخت راهيسې اسلام آباد ټينګار کړی دی چې نړۍ دې د افغانستان له دغه نوي او مذهبي تمايل لرونکي حکومت سره تعامل وکړي. خو دا لا معلومه نه ده چې آيا د پاکستان نوی لومړی وزير، شهباز شريف به د پخواني لومړي وزير عمران خان په څېر له افغان طالبانو څخه ملاتړ وکړي او که نه.
د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی وو څو د جمعې په ماښام له تر سره شويو بريدونو څخه ورته شکايت وکړي چې د افغانستان په ختيځو کونړ او خوست ولايتونو کې يې مرګژوبله اړولې ده. په دغو بريدونو کې ملکي کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پاکستان ته خبرداری ورکړ چې »په دغسې مسايلو کې د افغانانوحوصله ونه ازمايي او دغسې یوه تېروتنه بېرته تکرار نه کړي که نه پايلې به يې ډېرې بدې وي.«

Afghanistan Khost | Protest gegen pakistanische Luftangriffe
په خوست کې د پاکستاني هوايي بريدونو پر ضد د مظاهرې يوه څنډه دهانځور: AFP

البته نوموړي دغه پايلې په ګوته نه کړې او د وژل شويو کسانو شمېر يې هم په ډاګه نه کړ. د افغانستان تر ټولو ستر خبري چېنل، طلوع نيوز، د ماشومانو د مړو جسدونه وښودل چې په خبره يې په هوايي بريد کې وژل شوي ول. دغه چېنل همداراز د خوست د سلګونو اوسېدونکو انځورونه وښودل چې پاکستان يې وغانده او د پاکستان پر ضد شعارونه يې ورکول. پاکستان په هيڅ کوم بريد اعتراف نه دی کړی او د يکشنبې ورځې په بيان کې په خپل وار طالب چارواکي غندي چې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان د خاورې کارولو مخه نه نيسي چې په خبره يې له هغه ځايه پر پاکستان بریدونه تر سره کيږي. 

د پاکستان په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې »په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان پولې په اوږدو کې پېښې خورا ډېرې شوې دي، پاکستاني امنيتي ځواکونه له پولې هاخوا په نښه کيږي.«

تېره اوونۍ د پاکستان پوځيان پولې ته څېرمه په يوه برید کې ووژل شول چې پړه يې پاکستاني طالبانو منلې وه. په پاکستان کې د اورپکو له خوا بريدونه په افغانستان کې د طالبانو د واکنمۍ راهيسې زيات شوي دي. د دغو بريدونو مسئوليت يا پاکستاني طالبان يا د داعش يوه ځايي څانګه په وار وار مني. د سږ کال د مارچ تر مياشتې پورې په پاکستان کې اورپکو، ۵۲ بريدونه کړي چې تېر کال په دغه عين وخت کې يې شمېر ۳۵ دغه ډول بريدونو ته رسېد. دغه خبره امير رانا کوي چې د پاکستان د سولې د څېړنو د انستيتوت اجرائيوي مشر دی. د هغه په خبره، سږ کال تر دې دمه پورې ۱۵۵ تنه په دغسې بريدونو کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال يې شمېر ۶۸ تنه وو. 

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Chaman
د ډيورنډ کرښې په تېره پښتانه او بلوڅ قبايل او کورنۍ سره بېلې کړې ديانځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

د دواړو هېوادونو تر منځ پوله د ډيورنډ کرښې په نوم هم شهرت لري چې ۲۶۷۰ کيلومتره اوږده غځېدلې يوه بېلونکې ليکه ده. دغه کرښه د پښتنو په سيمو باندې تېريږي چې ډېرې قبيلې او کورنۍ سره بېلوي او په دغو دواړو هېوادونو باندې يې وېشي. دغه په ۱۹مه پېړۍ کې د بريتانويانو له خوا رامنځ ته شوې کرښه د ټولو افغاني واکمنانو له خوا د رسمي سرحد په توګه په رسميت نه ده پېژندل شوې. بر عکس افغانانو پر پاکستاني سيمو ادعا کړې ده چې د خيبر پښتونخوا په شمول نورې داسې سيمې هم دي چې پښتانه پکې اکثريت تشکيولي. طالبانو هم له هغه وخت راهيسې چې په افغانستان کې يې قدرت نيولی دی، له پاکستان سره د اسلام آباد له خوا د اغزن تار د تېرولو د هڅې په سر نښتې کړې دي. 

آ./ن.ص./ا.ا.