په افغانستان کې د ناروې د مهاجرینو د شورا فعالیت متوقف سو
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سهشنبهوروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ترمپ د دریو میاشتو له پاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو اجرایوي فرمان صادر کړ، په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USID) تر تمویل لاندي ټولې مرستې ځنډول سوي دي.
د ناروې د مهاجرینو مرستندویه سازمان «ان آر سي» تازه دا اعلان کړی چې د افغانستان په گډون د شلو نورو هیوادونو له پاره د خپلو بشري مرستو د فعالیتونو سمدستي بندولو ته مجبور سوی دی.
د ناروې د مهاجرینو مرستندویه سازمان د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ ۱۰) ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه شورا د خپل فعاليت له پېل راهیسي په لومړي ځل مجبوره سوې ده چې په نیژدو ۲۰ هیوادونو کې د سلونو زرو کسانو له پاره چې له جگړو، آفتونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن سوي، خپل روان بشري او عاجل فعالیتونه په ټپه ودروي.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې :«موږ په خپل ۷۹ کلن تاریخ کې له هیڅ کوم مرستندویه هیواد، نړیوالوسازمانونو یا هم خصوصي تمویل کوونکو بڼسټونو څخه د بشري مرستو ناڅاپي بندول نه دي تجربه کړي.»
په دغه اعلامیه کې همدارنگه ټینگار سوی چې ياد اقدام د دغه سازمان د بشری مرستو د فعالیتونو له پاره د امریکا متحده ایالاتو له خوا د تمویل له بندیدو وروسته رامنځته سوی دی.
د ناروې د مهاجرینو مرستندویه سازمان »انآرسی« په اندیښنې سره زیاتوي چې ددغه ډول اقدام عواقب به د هغو کسانو له پاره مخ په زیاتیدونکي ډول جدي تمام سي چې په کړکیچ ځپلو سيمو کې ژوند کوي؛ د نورو ترڅنگ دغه سازمان اړ سوی دی چې په اوکراین کې د هغو ۷۵ زرو کسانو له پاره عاجلي مرستي په ټپه ودروي چې د جگړې لومړۍ کرښې ته نیژدې ژوند کوي.
د نوموړي سازمان په باور، د بشري مرستو ځنډول په ژمي کې رامنځته کیږي، يعني په داسې يوه وخت کې چې خلک د خپلو کورونو د گرمولو وس او د ژوند لومړنیواړتیاوو لکه خوراک ته لاس رسی نه لري.
د مرسته رسولو د کارکوونکو کمښت
دغه سازمان همدارنگه ویلي دي چې د افغانستان په گډون په ټوله نړۍ کې د نارینه او ښځینه کارکوونکو د شمیر کمیدو ته مجبوره سوي دي، داسي مرسته کوونکي چې په افغانستان کې یې د هغو ښځو، نجونو او کورنیو سره مرسته کوله چې لا هم د قدرت د بدلون او له دغه هیواده د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د غړو هیوادونو د ځواکونو د وتلو وروسته لا هم ځوریږي.
دغه سازمان که څه هم چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د هغه حکم هرکلی کړی چې په موقتي توګه یې د بشري مرستو ځنډول معاف کړي، خو ویلي یې دي چې د نورو ډیرو سازمانونو په څیر به له دغه معافیت څخه د گټي اخیستنې توان ونه لري.
د ناروې د پناه غوښتونکو شورا زیاته کړې ده چې په اوس وخت کې د متحده ایالاتو له حکومت څخه د ملیونونو ډالرو د بقایا غوښتنه کوي او د سمدستي حل پرته به د فبرورۍ په پای کې د متحده ایالاتو له خوا د ژوند ژغورونکو بشري پروګرامونو ځنډولو ته اړ سي.
د مهاجرینو د شورا د اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي دي:«موږ د خپلو بهرنیو مرستو د ارزوني له پاره د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام په رسمیت نه پیژنو، خو باید سمدستي نور گامونه هم پورته سي ترڅو د دغه ارزونې په ترڅ کې په روانو بشري مرستو کې له اختلال څخه مخنیوی وسي.»
اړوند:م.م: د بشري مرستو له پاره به ۴۶،۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا وي
نوموړي سازمان خبرداری ورکړی چې تر ټولو ډېر زیانمنونکو قشرونو له پاره به د دغو مرستو د ځنډولو عواقب ډیر سخت وي، دغه سازمان بورکینا فاسو ته هم اشاره کوي چې د ناروې د مهاجرو شورا یوازینی سازمان دی چې د جیبو په محاصره سوي ښار کې ۳۰۰ زره کسانو ته پاکي اوبه رسوي.
ددغه سازمان د شمیرو له مخي، امریکا متحده ایالات او ناروې له نوموړي سازمان څخه ملاتړ کوي چې نیژدې لس میلیونو هغو انسانانو ته مرستې رسوي چې له سخت بحران سره مخامخ دی. یاد سازمان هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي: «موږ هیله لرو چې په نړۍ کې د سختو زیان منونکو خلکو د ملاتړ له پاره د امریکا د بشردوستۍ دغه احساس همداسي ادامه پیدا کړي.»
د ناروې د کډوالو دې مرستندويه سازمان «ان آرسی» ویلي دي چې دا سازمان په ۲۰۲۴ م میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د مرستندویه برنامو له لاري په ټوله کې له ۱،۶ میلیونه کسانو سره مرسته کړې ده.
پر ناروې، سویډن او جرمني سربیره، د امریکا متحده ایالات د ناروې د مهاجرینو د شورا د مرستندویه سازمان له سترو تمویل کوونکو څخه يو وو چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې له نوموړي بڼسټ سره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د امریکا د مرستو د ځنډیدو له اعلان وروسته، «د ناروې د عامه مرستو» ادارې (ان پي ای) هم اعلان وکړ چې د امریکا د مالي مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په شمول په ۱۲هیوادونو کې د ماین پاکولو په برخه کې خپل ټول فعالیتونه په ټپه درولي دي.
د طالبانوادارې خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د «یو اس آی دی» تر مالي ملاتړ لاندي د ټولو مؤسسو فعالیتونه ځنډیدلي دي.
طالب چارواکو ددغو پروژو د دقیقو شمیرو په هکله معلومات نه دي ورکړي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې يا يو اس آی ډي په افغانستان کې له لسونو مؤسسو څخه مالي ملاتړ کاوه.
د مرسته رسوونکو بنسټونو فعاليت په داسې حال کې ځندول کيږي چې د ملگرو ملتونو د سازمان د شمیرو له مخي به په افغانستان کې په ۲۰۲۵ م کال کې څه د پاسه ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.