1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م:د بشري مرستو له پاره به ۴۶،۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا وي

۱۴۰۲ آذر ۲۰, دوشنبه

ملگري ملتونه د خپلو ارقامو له مخي په راتلونکي ۲۰۲۴م کال کي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کي بشري بحرانونو ته د رسیدگۍ له پاره ۴۶ اشاریه ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4a0GX
Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، چي د راتلونکي له پاره اټکلونه ډیر سخت ښکاري. د عاجلو بشري مرستو له پاره پرته له کافي بودجې څخه، انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ملگرو ملتونو په ۲۰۲۳م کال کي لا د دغه ډول اړتیا اټکل ۵۶ اشاریه ۷ میلیارده امریکايي ډالره کړی وو، خو یوازي یې د هغه یو پر دریمه برخه ترلاسه کړه.

له ۲۰۱۰م کال راهیسي به ۲۰۲۳م کال لومړنی کال وي چي د تیر کال په پرتله به یې د بشري مرستو له پاره بودیجه راکمه سي. له همدې کبله ملگرو ملتونو پريکړه کړې ده چې په ۲۰۲۴م کال کي دبسپنې له پاره خپله غوښتنه راکمه کړي.

د ملګرو ملتونو د عاجلو مرستو همږغي کوونکي مارتین ګریفیتس، څرگنده کړې ده: «بشري مرستېژوند ژغوري، له لوږي سره مبارزه، د کوچنیانو ساتنه، د وبا مخنیوی او په غیر انساني شرایطو کي سرپناوي او روغتیايي خدمات وړاندي کوي. خو د نړیوالي ټولني له خوا لازم ملاتړ دغه ډول اړتیاوي نه سي پوره کولای.

 ملگري ملتونه غواړي ددغو غوښتل سوو ۴۶ اشاریه ۴ میلیارده ډالرو له لاري په ۷۲ هیوادو کي بشري مرستي وکړي. د ملگرو ملتونو په حواله دغه ډول مرستو ته تر ټولو ډېره تقاضا په سوریې، اوکراین،افغانستان، ایتوپیا او یمن کي موجوده ده.

GP/NZ/AG