1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې میت امفتامین یا کرستيال نشه يي مواد زیات شوي

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د کوکائینو د راکړې ورکړې د زياتوالي خبر ورکړی دی. په راپور کې راغلي چې د ميت امفتامين د نشه توکي توليد او د قاچاق بازار د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې پراخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4T4JN
میت امیفتامین یو ډول مخدره توکي
میت امیفتامین یو ډول مخدره توکيانځور: imago/blickwinkel

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر په یوه راپور کې ویلي چې د کوکا بوټي کښت او د کوکائینو تولید په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی.

یادې ادارې په خپل کلني نړیوال راپور کې خبر ورکړی چې د کوکائینو کارونکي چې په همدې کال کې ۲۲ ملیونه کسانو ته رسیدل شمیر یې په دوامداره توګه مخ پر زیاتدیو دی. همدا شان، د کوکائینو د نیول کیدو په اندازه کې هم د تولید په تناسب ډیروالی راغلی دی.

د یاد راپور په یوه برخه کې راغلې: »نړۍ اوس مهال د کوکائینو په راکړه ورکړه کې د اوږدې مودې زیاتوالی تجربه کوي. دا اوس په ټوله نړۍ کې احساسیږي او احتمال شته چې د دودیزو سیمو ور هاخوا د کوکائینو نوې بازارونه وده وکړي.«

په راپور کې ویل شوې په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د میت امیفتامینو نږدې ۹۰ سلنه په دوو سیمو - ختیځ او سویل ختیځې آسیا او شمالي امریکا کې نیول شوې - خو معلومات ښیي چې دا بازارونه په لوړه کچه ثبات لري، راپور همداراز واېې چې قاچاق په نورو ځایونو، منځني ختیځ او لویدیځې افریقا کې هم زیاتوالی موندلی.

په افغانستان کې د مخدره توکیو په بازار کې بدلون؟

د طالبانو ولکه؛ پر معتادينو چاپي ډېرې شوي دي

ویل کیږې، په افغانستان کې د میت امیفتامینو د تولید او کشف راپورنه ښې چې هلته د نشه یي موادو اقتصاد د بدلېدو په حال کې دی، هغه ځاې چې د نړۍ ۸۰ سلنه ناقانونه کوکنار پکې د هیروینو په جوړولو کې کارول کېږي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې: »په افغانستان کې د هیروینو او میت امیفتامینو د ناقانونه تولید ترمنځ د اړیکو په اړه دا پوښتنه پاتې ده چې آیا د دواړو بازارونه به ېې په موازي ډول وده وکړې کنه په بازار کې به یو د بل ځاې ونیسي.«

طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی

میت امیفتامین چې په تور بازار کې د "ښیښې" په نوم هم پیژندل کیږي، یو ډول نشه ېې توکي دي.

په ورته وخت کې، د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د کوکنارو پرکښت بندیز ته په کتو تمه کیداې شې چې دا کار به د "مصنوعي مخدره توکو تولید " ته وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۲۹۶ میلیونو ډېرو کسانو نشه يي توکي کارول. دا شمیره د یوې لسیزې په پرتله ۲۳سلنه زیاتوالی ښیي. چې چرس ېې بیا یو له ترټولو عامو کاریدونکو مخدره توکو څخه دی.

په یاده موده کې د نشه يي توکو په اختلالاتو يا ناروغتياو د اخته کسانو شمېر ۴۵ سلنه لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، په نشه یې توکیو د اخته کسانو له پنځمې برخې یواځې د یوې برخې درملنه شوې ده.

پوهه: آیا په مخدره موادو د روانی ناروغیو درملنه کیدای سي؟