1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی دجنسي تیري په تور د یوه آلماني سرتیري محاکمه

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت پای ته تر رسېدو څه موده مخکې ښايي د پوځ په کمپ کي د جنسي تیري یوه پیښه رامنځته سوي وي. اوس باید یو تورن سرتیري په دې هکله د محکمې مخی ته جواب ووایي.

https://p.dw.com/p/4IfMX
Afghanistan | Bundeswehr Soldaten
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په افغانستان کي د جرمني د پوځ د ماموریت پر وخت ددغه هیواد د نورد راین ویستفالین ایالت یوه سرتیري ښايي په آلماني کمپ کي پر خپلي ښځینه همکاري جنسي تیری کړی وي. په جنسي تیري تورن دغه سرتیري د یوې ښځینه عسکرې ټول هغه تورونه رد کړي چي هغې په ټکان ورکوونکي ډول بیان کړي دي. د کیمپتین په عالي محکمه کي ددغي پروسې د پیل کیدو سره سم، د آلماني پوځ دغه ۳۶ کلن سرتیري د سه شنبه په ورځ (اکتوبر ۲۴ مه) د هغې عسکرې ټول هغه تورونه رد کړل چی گواکي هغه یې جنسي اړیکو ته مجبوره کړې ده. تورن کس ویلي چی جنسي اړیکي د دواړو خواوو په موافقې ترسره سوي، حتی نوموړي ښځینه سرتیري هغه دغو اړیکو ته تشویق کړی هم دی.

د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

ویل کیږي چي دغه پیښه دوه کاله مخکي د مزارشریف په مارمل کمپ کي رامنځته سوې ده. د کیمپتین محکمه د آلمان په سطحه دغه ډول پیښو ته ځانکړې سوې ده. نوموړی سرتیری د کولن او دوسلدورف ترمنځ د دورماگین سیمي څخه دی او د پیښي شکمنه قربانۍ هم د نورد راین ویستفالین ایالت څخه ده. آلماني پوځ د ۲۰۲۱ م کال په جون میاشت کي په افغانستان کي خپل ماموریت پای ته ورساوه. د نوموړي ښځینه سرتیري د ادعا له مخي هغه د وسلې په گواښ سره جنسي اړیکو ته مجبوره کړای سوې ده.

د لویی څارنوالۍ په حواله مخکی له دې دغو سرتیرو د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۱ مه د کارنیوال د جشن پارټي جوړه کړې وه. ددغي پارټي په ماښام ښايي کله چي نور سرتیري خوب کولو ته ولاړل، نو دغه سرتیري پر هغې باندي جنسي تیری وکړ. ویل کیږي چي نوموړي سرتیري هغه په مرمیو ډکي خپلي تنفگچه گواښلې ده. پر دغه سرتیري باندي اوس د وسلې په مرسته د جنسي تیري او همدارنگه جسمي ځوروني تور لگول کیږي او له څو کلونو بندیگرت د سزا له گواښ سره مخامخ دی.

د پلټونکو په حواله هغې دغه پیښه زغملې وه، دا ځکه چي په وسلې باندي د گواښ کولو له امله یې د خپل ژوند د لاسه ورکولو ویره لرله. ویل کیږي چي تر دغي پیښي وروسته هغه له سختو رواني ستونزو سره مخامخ سوې او له همدې کبله په بیلابیلو کلینیکونو کي تر درملني لاندی نیول سوې ده.

آلمان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ماموریت ته بیا کتنه پيل کړه

د لویي  څارنوالي له پاره اوس د نوموړي ښځي دلایل بڼستیز رول لري. څرنگه چی هغه په خپله محکمې ته نه سي حاضریدلای، نو د هغې خبري په دغه پروسه کي په ثبت سوي ډول د ویدیو له لاری خپریږي. په دغه ویدیو کي ښودل کیږي چی هغه څنگه د خبرو پر وخت په ژړا کیږي او ځیني وخت حتی د خبرو کولو توان هم له لاسه ورکوي. دا وایی:«ما هغه ته وویل چي زه نه غواړم او باید ما پریږدي.»هغې د جنسي تیري په هکله وویل چي له ویري یې نه سوای کولای له ځانه دفاع وکړي. خو تورن کس بیا برعکس وایی چي هغې لومړی ښکل کړی دی او دا په دې معنی وه چی وروسته نور څه هم امکان لري.

په افغانستان کي د آلمان دماموريت د شفافي ارزوني ژمنه

په دغه پروسه کي د محکمې نوري ناستي هم په پلان کي دي. په دې هکله پریکړه به د نومبر په نیمایی کي اعلان سي. د کیمپتین محکمه له دې کبله ددغي پیښي مسوولیت پر غاړه اخلي چي له ۲۰۱۳ م کال راهیسي په عمومي صورت د آلماني پوځ د سرتیرو له خوا »په بهر کي په ځانگړو دندو کي« د کړنو له پاره صلاحیت لري. د لویی څارنوالې د یوه ویاند په حواله په کیمپتین کي د جنسي تیري دغه قضیه، لومړنۍ لویه قضیه ده چي په دغه محکمه کي تر څیړني لاندي نیول کیږي.

GP/BS/AG