1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو ماموريت دوام تائيد سو

نجيب الله زيارمل/ بروکسل۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کنفرانس کي پريکړه وسوه چي په افغانستان کي د دغه سازمان اوسنی ماموريت «بشپړ ملاتړ» دي ۲۰۱۶م کال هم دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/1HFUW
انځور: DW//M. A. Farahmand

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو د وزيرانو تر غونډي وروسته په يوه خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل: «موږ پريکړه وکړه چي د افغان امنيتي ځواکونو روزل او د سلا مشورو ماموريت په افغانستان کي په ۲۰۱۶م کال کي هم ادامه ولري.»


هغه وويل چي ماموريت به ئې په ټول افغانستان کي وي او ۱۲۰۰۰ عسکر به د دغه ماموریت په چوکاټ کي پاته وي. ستولتنبرګ وويل چي تر دغه ماموريت وروسته به بيا د افغانستان وضعيت څېړل کيږي او په اړه به ئې پريکړه وسي.


په دغه دوه ساعته کنفرانس کي له ۲۰۱۸م کاله تر ۲۰۲۰م کاله پوري د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ په اړه هم سلا مشورې وسوې. د ناټو عمومي منشي وويل: «د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ په اړه سر له ننه يوازي يو کمپاين پيل سو چي پريکړه به ئې د راتلونکي ميلادي کال په جولای مياشت کي په وارسا کي کيږي.»


دغه راز د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي دريمه موضوع دا وه چي تر دغه يعنی بشپړ ملاتړ ماموريت وروسته به ناټو په ملکي برخه کي ډېر کار کوي او له افغانستان سره به اوږدمهاله ملګرتيا پيلوي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيږي
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيږيانځور: Reuters/Y. Herman

د ناټو عمومي منشي وويل چي افغان حکومت به د وارسا تر کنفرانسه پوري د ښه حکومتولی، بشري حقونو د خوندي توب او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي به برياوي د وارسا کنفرانس ته راوړي.

افغانستان راضي دی

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنيو چارو تر غونډي وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په يوه لنډه خبري غونډه کي د ناټو د دغي پريکړي په اړه خوښيي وښوول او دا ئې په ښه ګام وباله.

رباني وويل: «دا د افغانستان له پاره يوه ډېره ښه غونډه وه. د ناټو ټولو غړو هيوادونو د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ په برخه کي ژمني وکړې، او د دوی ملاتړ به دوام ولري.» هغه وويل چي د وارسا غونډي ته به موږ له ښو لاسته راوړنو سره ورسو.

په ۲۰۱۶م کال کي د وارسا غونډه هم داسي يوه غونډه ده لکه په ۲۰۱۲م کال کي چي په شيکاګو کي جوړه سوې وه او هلته د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ په اړه پريکړه وسوه.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دغي دوې ورځنۍ غونډي په اجندا کي پر افغانستان سره بيره د روسيې، اوکراين ستونزي او په ناټو کي د مونتي نيګرو هيواد د شاملېدو په اړه خبري کيږي.

آلمان ۳۵۰ ميليونه يورو مرسته کوي

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډي وروسته وويل چي هيواد ئې د افغانستان په بیا رغاونه کي مرسته کوي او دغه راز به د افغانستان په شمال کي د ناټو ماموريت مشري پرغاړه ولري.

شټاين ماير وويل: «په راتلونکي کال کي مو هم د افغانستان بيا رغاوني ته ۳۵۰ ميليونه يورو په پام کي نيولي او د افغان امنيتي ځواک روزني ته به ادامه ورکړو.»

شتاين ماير وويل چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت اندېښمن دی، ځکه نو هيوادونو پريکړه وکړه چي د افغان امنيتي ځواک د بشپړ ملاتړ ماموريت ته دوام ورکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چي د افغانستان له اړخه هم بايد له اداري فساد سره مبارزه وسي، بشري حقون خوندي کړي.