1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي پر خپل ماموريت غور کوي

بروکسل/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ وايي چي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه به سبا د افغانستان په موضوع سره پيل سي. د افغانستان په اړه د غونډي اصلي موضوع د «بشپړ ملاتړ» ماموريت غځول دي.

https://p.dw.com/p/1HErG
Brüssel Jens Stoltenberg NATO Generalsekretär
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنرګ د دغه سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډي دمخه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۳۰مه) په بروکسل کي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: «موږ به لومړی په افغانستان کي خپل ماموريت ته يو نظر واچوو.»

هغه وويل چي په افغانستان کي د ناټو ماموريت په اړه به سبا د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره د ناټو هغه غړي هيوادونه چي په «بشپړ ملاتړ» ماموريت کي ونډه لري خبري وکړي.

ستولتنبرګ زياته کړه: «موږ به پر دې باندي بحث وکړو چي د بشپړ ملاتړ ماموريت څرنګه وغځوو.» په دغه غونډه کي به دغه راز بحث وسي چي له ۲۰۱۸م کاله تر ۲۰۲۰م کاله پوري د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ څرنګه وسي: «تاسي خبر ياست چي موږ د شيکاګو په غونډه کي ژمنه وکړه چي د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري به د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ کوو، خو هغه وخت اوس پاته رسيږي او اوس بايد موږ دې ته لاره هواره کو چي دغه مالي ملاتړ ادامه پيدا کړي.»

د ناټو عمومي منشي وويل چي سبا د (۲۰۱۵م کال د دسمبر مياشتي لومړۍ) به د بهرنيو چارو وزيران د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ په اړه بحثونه وکړي او پريکړه به د راتلونکي کال (۲۰۱۶م) په جولای مياشت کي په وارسا کي د ناټو په غونډه کي وسي.
په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډي دمخه په دغه سازمان کي د بريتانيا ځانګړي استازي آدم تومسن. له خبريالانو سره په خبرو کي ټينګار وکړ چي افغانستان د ناټو له پاره ډېر مهم دئ.

هغه وويل چي د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۰م کاله پوري د افغان امنيتي ځواک د مالي ملاتړ په اړه هم بحث وکړي.

د ناټو غړي په دې باور دي چي د يوه پياوړي افغان امنيتي ځواک لرل هم د افغانستان او هم د ناټو په ګټه دئ. ناټو وايي چي افغان امنيتي ځواک د دې وړتيا لري چي د هيواد امنيتي بار ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

د ناټو عمومي منشي له افغان امنيتي ځواک سره د وسلو د مرستو په اړه وويل چي ناټو د وسلو مرسته نه کوي، بلکي نور هيوادونو په دې برخه کي ونډه اخلي: «ناټو به د افغان امنیتي ځواک روزلو او سلا مشورو ته دوام ورکړي.»