1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې تر لسو زرو پورته نغدي معاملو باندي بندیز

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د اروپایي اتحادیې هیوادونو پر دې توافق کړی دی چې د نغدو معاملو له پاره د لسو زرو یورو حد وټاکي. آلمان د دغه تړون مخالف دی او لامل یې هم د خلکو د شخصي معلوماتو خونديتوب دی.

https://p.dw.com/p/4KjGV
Deutschland Hauptzollamt Frankfurt - Schnüffelhund Aki
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د روان کال د دسمبر مياشتي پر ۸ مه نېټه د اروپايي اتحادیې هیوادونو موافقه وکړه چې د تورو پيسو سپينولو او تروریزم له مالي ملاتړ سره د مبارزې په خاطر د نغدو معاملو له پاره د لس زره یورو حد وټاکي. دا په دې معنی ده چې که تصویب شي په هیڅ اروپایي هیواد کې تر لسو زرو یورو پورته راکړه ورکړه په نغدو پیسو نه ترسره کېږي.


د چک جمهوریت د مالیې وزیر چې د اروپا په شورا کې د دغو خبرو اترو مشري پر غاړه لري وویل: «په اروپا کې تر لسو زرو یورو پورته د پیسو راکړه ورکړه نا ممکنه کېږي.» پر دې سربېره د ډیجټلي اسعارو لکه بیټ کوین باندې هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.

اروپایي اتحادیه او امریکا سوداګریزه ترینګلتیا راکموي

اوس بايد د دې مسئلې په اړه د اروپايي ټولني د غړيو هيوادونو پارلمانونه او استازي او د اروپا پارلمان لومړی خپل دریځ روښانه کړي.
آلمان د راکړې ورکړې له پاره د حد او اندازې ټاکلو مخالف دی او تر اوسه پوري دا یوازنی اروپايي هیواد دی چې د نغدې معاملې له پاره هیڅ بندیز نه لري.


د آلمان د مالیې وزیر کریستيان لیندنر د دې اونۍ په پیل کې وویل چې نغدي راکړه ورکړه له شخصي معلوماتو ساتنه کوي. د آلمان پر مخالفت سربېره ښايي دغه وړانديز شوی ټرون تصویب شي.


د بیټ کوین راکړه ورکړې له پاره تازه محدودیتونه

د نوي تړون په کڅوړه کې د ډیجیتلي کرنسی وړاندې کوونکو له پاره هم نوي مقررات په پام کي نيول شوي دي، چې دوی باید د خپلو پیرودونکو معلومات وګوري. د اروپایي اتحادیې هیوادونو هم غوښتنه کړې ده چې دا بیا کتنه له زرو یورو پورته معاملو باندې ترسره شي.
همدارنګه د بهرني ګټه لرونکو معاملو له پاره باید ځانګړي مقررات وي. د چک جمهوريت د مالیې وزیر ویلي دي: «له دې وروسته به خورا ستونزمن وي چې په نامعلومه توګه د بیټ کوین او نورو دجیتلي پیسو پیر او پلور په پټه ترسره شي.»


هغه کسان چې په قیمتي فلزاتو، ډبرو، زیوراتو، قیمتي ساعتونو او هنري تولیداتو معامله کوي باید د مقرراتو سختېدو تمه وکړي.
د اروپا کمېسیون د وړاندیزونو یوه برخه په ۲۰۲۱م کال کې د تورو پيسو سپينولو سره د مبارزې له پاره د یوې نوې ادارې رامنځته کول وه.
اروپايي دولتونه هم په دې اړه موافقې ته ورسیدل. یوازې دا مشخصه نه شوه چې دا اداره باید کوم ځای جوړه شي. د جرمني حکومت اعلان کړی دی چې په فرانکفورت کې د دې نوې ادارې د جوړولو له پاره چمتو دي.