1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه او امریکا سوداګریزه ترینګلتیا راکموي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

په واشنګټن کې له بیړنۍ غونډي څخه هیلې ډیرې نه وې. خو د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشر ژان کلاود یونکر په سوداګریز کړکیچ کې د نزدې کیدو یادونه وکړه.

https://p.dw.com/p/327N0
USA Washington Jean-Claude Juncker, Präsident EU-Kommission & Donald Trump
انځور: Reuters/J. Roberts

ژان کلاود یونکر په سپیني ماڼۍ کې له ولسمشر دونالد ترمپ سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ یوه جوړ جاړي ته رسیدلي یوو.» د دواړو سیاستوالو د معلوماتو له مخې پر دې باندې توافق شوی دی چې د دواړو لورو پر صنعتي توکو باندې د ګمرکي تعرفو د لیرې کولو له پاره هڅې وشي. د یونکر په خبره تر هغه وخته چې په دې هکله خبرې اتري کیږي، امريکا او اروپایي اتحادیه به نوې تعرفي نه وضع کوي.

یونکر وویل چې پر دې سربیره د ستندردونو په یو شان کولو او په ګډه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان پر اصلاحاتو باندې هم خبري کیږي. پر دې سربیره یونکر دا خبره هم تائید کړه چې په راتلونکي کې به له امريکا متحدو ایالاتو څخه ډیره سویا او مایع ګاز راواردیږي. ترمپ په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې ده چې د خدماتو، دارو درملو، سویا او کیمیاوي موادو په برخه کې سوداګري لا پسې ژوره کړی شي. تر دې وروسته د متحدو ایالاتو د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس، دا خبره روښانه کړه چې ټول زراعتي محصولات د دغه خبرو اترو یوه برخه وه.

دواړه لوري ګټه اخلي

د متحدو ایالاتو ولسمشر د خپل هیواد او اروپایي اتحادیې تر منځ په اړیکو کې د یوه «نوي فصل» یادونه وکړه. هغه وویل «د یوې نزدې دوستۍ پړاو، پیاړوي سوداګریزي اړیکې چې دواړه لوري به ترې ګته واخلي. دا د  آزاد او عادلانه سوداګرۍ له پاره یوه ستره ورځ ده.»

یونکر په ځانګړې توګه د دې له پاره واشنګټن ته سفر کړی دی چې د سوداګریز کړکیچ په ترڅ کې د نورې ترینګلتیا مخه ونیسي. ترمپ لا ترمخه د اروپا پر فولادو او المونیم باندې نوې ګمرکي تعرفي وضع کړي دي. د دې په غبرګون کې اروپایي اتحادیې د الکولو، کاوبای پتلون او موټرسایکلونه په برخه کې د خپل لوري بیا تعرفې لګولي دي. پر دې سربیره ترمپ له اروپا څخه د موټرو پر صادراتو باندې د ځانګړو تعرفو په هکله د غور کولو خبره کړې وه، چې تر ټولو زیات به ترې د آلمان د موټر جوړولو شرکتونه اغیزمن شي. اروپایي اتحادیې هم په دې برخه کې د غچ اخیستونکو اقداماتو له پاره چمتوالی نياوه.

د آلمان حکومت راضي، خو د سوداګرۍ خونه شک او تردید لري

د آلمان د اقتصاد وزیر پیتر التمایر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۲۵مه) د رامنځ ته شوي توافق په هکله خوښي څرګنده کړې ده. د هغه په خبره یونکر او د اروپایي اتحادیي د سوداګریزو چارو کمیسارې سیسلیا مالمشتروم په واشنګټن کې فوق العاده مذاکرات کړي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې اروپا په اثبات ورسوله چې نه شي کیدای وویشل شي: «موږ ولیدل کله چې اروپا متحده وي، زموږ خبره وزن لري. بیا موږ کولای شو له ټولې نړۍ سره په ډاډ او برابره سطحه خبره وکړو.» ماس پر دې خبره ټینګا کړی دی چې امریکا او اروپا یو د بل مخالفین نه دي.

د آلمان د سوداګرۍ او صنایع خونې شورا محتطانه څرګندونی کړي دي. د دغې اتحادي مشر ایریک شوایتزر، ویلي دي چې په پام کې نیول شوي حلا لارې پر سم مسیر روانې وي، خو په خبره یې د شک او تردید یوه لویه برخه لا پر ځای پاته ده.