1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د پناه غوښتنه ډېره سوې ده

۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

په اروپايي ټولنه کي تيرکال د پناه غوښتني څه ناڅه يو ميليون عريضې وړاندي سوي دي چي دغه رقم له اوو کلونو يعني ۲۰۱۶م کال راهيسي ساری نه لري. د پناه غوښتني ډيري عريضې افغانانو او سوريايانو ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4NqND
Griechenland | Flüchtlingsboot auf Kreta
د یونان په کریتا کی رارسیدلی مهاجرانځور: Costas Metaxakis/AFP/Getty Images

د اروپايي ټولني د پناه غوښتني آژانس د چارشنبه په ورځ خپلې احصايي له مخي په ۲۷ غړو هيوادو او همدارنگه سويس او ناروې کي په مجموعي ډول ۹۶۶ زره عريضې شميرلي دي. دا رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالي ښيي.

په دې ډول دا له ۲۰۱۶م کال راهيسي چي يو اشاريه ۲ ميليونو کسانو په اروپا کي د پناه غوښتنه کړې وه، تر ټولو لوړ رقم دی. په ۲۰۱۵م کال کي هغه يو اشاريه ۳ ميليونه وو.

بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړیني په تور د قاچاقچیانو یوه ډله نیول شوې

په مالټا کي د اروپايي ټولني دغه آژانس د مهاجرو دلوړ شمير له امله د ملي منلو سيستمونه تر «سخت فشار لاندي » ويني.  تر ټولو ډيرو کسانو له افغانستان او سوريې څخه د پناه غوښتني عريضې وړاندي کړي چي ۱۳۲ زره يې پر سوريايانو او ۱۲۹ يې پر افغانانو دلالت کوي. تر هغه وروسته ۵۵ زره عريضې ترکانو ورکړي چي د ۲۰۲۱م کال په پرتله دوه برابره دي.

په دغو شميرو کي له جنګ څخه راتښتيدلي شاوخوا ۴ ميليونه اوکرايني مهاجر شامل نه دي. هغوی ته په اروپايي ټولنه کي د محافظت يو خاص دريځ ورکول کيږي او مجبوره نه دي چي د پناه غوښتني عريضه وړاندي کړي. خو بيا هم ۲۸ زرو اوکراينيانو او ۱۷ زره روسانو د پناه غوښتني عريضې وړاندي کړي دي.

د مهاجرو په تړاو غونډه: د آلمان ښارونه له سخت فشار سره مخ دي

لکه څنگه چي د جرمني د کورنيو چارو وزارت په جنوري مياشت کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو ادارې »بامف» په حواله ويلي دي، جرمني تير کال ۲۴۴ زره ۱۳۲ د پناه غوښتني عريضې ثبت کړي دي.

دا رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله څه ناڅه ۲۸ سلنه زياتوالی ښيي. زياتره دغه عريضې د افغانانو او سوريايانو له خوا ورکړل سوي دي. د دې ترڅنگ په آلمان کي څه د پاسه يو ميليون اوکرايني مهاجر هم ثبت سوي دي.

په آلمان کي بيا کلي او ښارونه له اوکراين څخه د راغلو مهاجرو د ډيروالي له امله له دوه برابره فشار څخه شکايت کوي. د جرمني د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر له خوا يوه اونۍ مخکي رابلل سوي دي غونډه کي د مالي مرستو د ورکولو په هکله کوم تفاهم رامنځته نه سو.

Deutschland I Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
له آلمان څخه د غیرقانوني مهاجرو بیرته استولانځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشرانو دوې اونۍ مخکي په خپله ځانګړي سرمشريزه کي د مهاجرو د بيرته استولو پروسې پر چټکوالي او همدارنگه د اروپايي ټولني د خارجي سرحدونو پر پراخ مستحکم والي باندي تفاهم وکړ. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پس له هغه د يوې »عملي« حل لاري خبره وکړه.

له فرانسې او آلمان څخه له مهاجرو سره د مرستو نوښتونه،  دا د اروپايي ټولني د غړو هيوادو مکلفيت بولي چي مهاجرو ته د ژوندانه عزتمن شرايط برابر کړي.

فرانسه د افغانانو د پناه غوښتنلېکونو د چټک پروسس ځانګړی مرکز جوړوي

په تيره بيا يونان په دې هکله د خپل چلند له امله په وار وار سره تر انتقاد لاندي راغلی، همدارنگه د فرانسې او بلجيم غوندي هيوادونو کي هم ډېر مهاجر د خيمو په کمپونو کي ساتل کيږي.

سربيره پردې، د اتباعو د نوښت تنظيم کوونکي په اروپا کې د مهاجرو له پاره د ويش د يوه فعاله سيسټم غوښتنه کوي. د آلمان او فرانسې له خوا داوطلبانه نوښت په دې وروستيو کې هيڅ هم نه دي ترسره کړي.

GP/NZ/AG