1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د یوه افغان مهاجر د برياليتوب راز

۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

یو افغان ځوان چي په آلمان کي يې خپل ځان ته مستقل کاروبار جوړ کړی، وايي د کار د مهارتونو زده کړه او منظم پلان د کار په بازار کي د بریالیتوب کیلي ده. هغه د یوڅو نورو ځوانانو له پاره هم د کار زمینه چمتو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Ohpb
المان/  افغان مهاجر رامین عزیز له ۲۰۲۰ کال راهیسې په ګلادبیک کې د کباب پلورنځی لري
المان/ افغان مهاجر رامین عزیز له ۲۰۲۰ کال راهیسې په ګلادبیک کې د کباب پلورنځی لريانځور: Parwaneh Alizadah/DW

دوه کاله کيږي چي رامین عزیز د آلمان په ګلدبخ ښار کي یو ریسټورانټ لري چي ترکی ډونر کباب پلوري. رامین او همکاران يې له سهاره تر ماښام ناوخته پوري په ډونر پلورنځي کي کار کوي. 

رامین ۳۴ کلن دی، هغه په افغانستان کي انګلیسي ژبه لوستې وه، هیڅ فکر يې نه کاوه، چي یوه ورځ به په خارج کي ډونر خرڅوي، خو نوموړی برخلیک دلته راوست او اوس له خپل کار څخه خوښ بریښي. 

د کډوالۍ پرېکړه 

رامن په افغانستان کي د انګلیسي ژبي ښوونکی و، وروسته هغه د کورنیو چارو وزارت په ملکي برخه کي د ژباړن په حیث کار کاوه. کوم وخت چي رامین له افغانستان څخه کډوال کیدی ۲۴ کلن و او په افغانستان کي يې خپل راتلونکی نه لیدی، د رامین په خبره: «زموږ په هیواد افغانستان کي، چي هرڅومره خواري او زحمت وکاږې څوک دي کار ته په درنه سترګه نه ګوري.»

اړوند: آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه په زرونو نور کسان هم انتقال کړو

نوموړي په ۲۰۱۳م کال کي پرېکړه وکړه، چي خپل ټاټوبی پرېږدي، د ده موخه آلمان و. رامین له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته د ۲۰۱۳م کال په وروستیو کي آلمان ته راغلی او د پنا اخیستلو غوښتنلیک يې ورکړ. 

دغه کډوال ځوان په آلمان کي ډېري ستونزي ګاللي دي، که څه هم ده په انګلیسي ښې خبري کولای سوای، خو باید آلماني ژبه يې زده کړې وای، د الماني ژبي زده کړه المان ته د نویو راغلیو کډوالو له پاره په ټولنه کي د ادغام له پاره د بریالیتوب یو رمز دی.

پلان جوړونه، د بریالیتوب کیلي

رامین وايي، که چیري څوک په آلمان کي بریالیتوب پلټي، «باید د خپل ژوند د هري ثانیې، هر ساعت او هري ورځي له پاره یو منظم پلان او برنامه ولري.» رامین د دې له پاره، چي په آلمان کي باوري اسناد ولري، په ۲۰۱۵م کال يې د هوټل دارۍ په مسلکي رشته کي زده کړه پیل کړه، نوموړي د دې دورې د پای ته رسولو سره سم دوه کاله په یو رسټورانټ کي کار وکړ. 

اړوند: آلمان هره اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان را انتقالوي

په دې وروستۍ لسیزه کي یو زیات شمیرو افغان ځوانان د بېکارۍ او ناامنۍ له امله هیواد پرېښولو ته اړ سوي دي. دغه افغان ځوان وايي، مسلکي زده کړه د دغو ځوانانو له پاره د کار په بازار کي ډېره مهمه ده: «دلته، چي هر کار وغواړي زمینه يې چمتو ده، نو هرځوان ته ښايي، چي خپل ځان په یوه رشته یا کار کي مسلکي کړې.»

المان/ یو افغان ځوان په خپل شخصي رسټورانټ کي د ډونر، چي یو ډول ترکي خواړه دي د چمتو کولو پرمهال
المان/ یو افغان ځوان په خپل شخصي رسټورانټ کي د ډونر، چي یو ډول ترکي خواړه دي د چمتو کولو پرمهال انځور: Parwaneh Alizadah/DW

نوموړي د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کي پرېکړه وکړه، چي خپل ځان ته یو شخصي کار جوړ کړي، نو یو ډونر پلورنځی يې پرانیست. دغه کار چندان اسان نه و، خو ده په زغم سره وکولای سوای، چي په خپل دغه نوی کار کي بریالی سي. 

رامین وايي: «خپل شخصي کار لکه کوچنی، ډېره خواري غواړي، نو که چیري ډېر کار او زحمت ورته وکاږې بریالیتوب مو په برخه کیږي.»

نوموړی اوس په رسټورانټ کي یو څو کار کوونکي لري او غواړی خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي. رامین ډېر مشتریان لري. د ده ځیني مشتریان همیشني دي او ځیني نور يې بیا هغه کسان دي، چي د ده له دوکان سره پر سړک تیریږي. 

اړوند: بيربوک: افغانان يوازي نه پريږدو

رامین وايي د ډونر په پخولو کي له افغاني داروګانو «مصالحه جاتو» څخه کار اخلي، چي ډونر ته یو ځانګړی خوند ورکوي. 

دغه افغان ځوان، چي اوس له خپلي مېرمني او دوو زامنو سره ژوند کوي، په دې اند دی، چي باید له ستونزو سره مبارزه او په عین حال کي د ځان له پاره یو منظم پلان او برنامه هم اړینه ده: «که بریالیتوب غواړې، زحمت به ګالې.»

ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف: 

په آلمان کي د افغان مهاجرو برخليک