1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيربوک: افغانان يوازي نه پريږدو

۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

طالبان يو کال مخکي په افغانستان کې بيا واک ته ورسېدل. د آلمان د بهرنيو چارو وزير انالينا بيربوک ويلي دي چي هيواد به يې تر دې وروسته هم په افغانستان کي د بشري حقونو او ديموکراسۍ ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/4FXX4
New York | Annalena Baerbock in den USA
انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیري انالينا بيربوک په اندېښنې سره ويلي دي چې د طالبانو واکمني »د يوې توري وريځي« په شان ده. د هغې په خبره د افغانستان ډېر وګړي «پوره خواړه نه لري او ورځنې ژوند يې د تعقیب يا څارني په ویره کي تيريږي او اساسي حقوق ترې اخیستل شوي دي.»

ژوند لکه په زندان کي

بيربوک زياته کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو ژوند "لکه د زندان" په شان دی. هغې ويلي دي، دا چې ښځي او نجوني تعلیم ته لاسرسی نه لري او نه شي کولای چې پرته د خپلو نارینه خپلوانو په آزاده توګه وګرځي «د زغملو نه دی، خو د افغانستان د ډېرو وګړو له پاره دا يو تريخ واقعيت دی.»

بيربوک په افغانستان کې د نړيوالو۲۰ کلن ماموریت ته چي تيرکال پای ته ورسېد په اشارې سره وويل چې په دې ماموريت کې هڅه داوه چې «خلک په آزادۍ کي د ژوند چانس ولري.»

د آلمان د بهرنيو چارو د وزيري په خبره په افغانستان کي ډېرو آلمانانو د يوه ستر ريسک په قبلولو سره ماموريت وکړ. په افغانستان کي ۵۹ آلماني سرتیري او همدارنګه د پولیسو څو افسرانو او د پراختیايي چارو همکاریو کارمندانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

«موږ دغه انسانان يوازي نه پرېږدو»

د بهرنيو چارو وزیري زياته کړه: «هغه څه چې باقي پاتيږي، هغه اميدواري ده چې ټول دغه تلاښونه بېهوده نه ول.» هغي ويلي دي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د مدني ټولنې او ټولو هغو کسانو پر وړاندې چې په افغانستان کې د بشري حقونو او ديموکراتیکو ارزښتونو له پاره دریږي، مسولیت لري. هغې ډاډ ورکړ چې «موږ دغه انسانان يوازي نه پرېږدو.»

بيربوک وويل چې آلمان تر اوسه پوري ډېر هغه خلک چي له خطر سره مخامخ دي آلمان ته را انتقال کړي دي او تلاښونه روان دي چې نور ډېر کسانو ته د راتګ زمينه برابره کړو.

د تخلیې ډراماتیک عملیات

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه کابل ونيو. د آلمان پوځ د پوځي تخليې په جريان کې چې دوې اونۍ يې دوام وکړ خپل ډېر افغان محلي همکاران آلمان ته انتقال کړل.