1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي په کرونا د اخته کسانو شمیر اوج ته رسیدلی

۱۳۹۹ آبان ۱, پنجشنبه

په جرمني کي د کرونا پاندیمي له پیل راهیسي د اول وار له پاره په ۲۴ ساعتونو کي تر ۱۱ زره زيات کسان په دغه ویروس اخته سوي دي. همدارنګه په نورو اروپايي هیوادونو کي هم دغه ویروس په چټکۍ سره پراخیږي.

https://p.dw.com/p/3kGsJ
Deutschland Corona-Testcenter
انځور: Robert Michael/dpa/picture-alliance

د آلمان د رابرت کوخ انستیتوت د راپور پر اساس په دغه هيواد کي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۱۲۸۷ کسان په کرونا اخته سوي دي چي دا ددغي اوبا له پيل راهسي تر ټولو لوړ شمېر دی. تيره اوونۍ د آلمان د روغتيا وزارت تر ټولو لوړ شمېر ۷۸۳۰ پيښي اعلان کړي وې.

همدارنګه د کووید ۱۹ له امله د مړه سوو کسانو شمیر هم ۹۹۰۵ ته رسیدلی، یعني د تیري ورځي په پرتله ۳۰ کسان زیاتوالی ښيي.

د آلمان د روغتیا وزیر د کرونا تيست هم مثبت ختلی

شپان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د کرونا په ویروس اخته سوی دی. نوموړي ۴۰ کلن د تویتر له لاري له هغو کسانو څخه مننه وکړه چي د هغه له پاره د روغ صحت دوعاوي کوي. هغه لیکي: زه په کور کي قرانطین یم او فقط د ذوکام یا ریزش علایم لرم.

په دې ډول د انګیلا میرکل له کابینې څخه دا لومړی وزیر دی چي په کووید ۱۹ اخته کیږي. انځورونه ښيي چي شپان د چهارشنبې په ورځ تر غرمې مخکي لا د کابینې په یوه غونډه کي برخه اخیستې وه. خو هغه ماسک اغوستی وو.

د سوسیال دیموکراټ ګوند څخه د صحي چارو کارپوه، کارل لاوتربخ د «ویلټ» په نامه تلویزیوني رسنې ته ویلي دي چي هغه هیله مند دی چي شپان به خپلي دندې ته همداسي ادامه ورکولای سي او سخت ناروغ به نه سي. هغه ورته د ښه صحت هیله هم څرګنده کړې ده.

اوس نو پوښتنه داده چي آیا شپان به د کرونا ویروس د کابینې نورو غړو ته هم انتقال کړی وي او که څنګه. د «بیلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي په حواله، اوس باید ټول هغه کسان چي د چهار شنبې په ورځ يې د کابینې په غونډه کي ګډون کړی وو، د کرونا آزموینه ترسره کړي.

د اروپا په نورو هیوادونو کي هم سخت تدابیر نیول سوي

په چک هیواد کي سر له نن پنجشنبې څخه ټولي لويي مغازې وتړل سوې. یوازي د خوراکي توکو مغازې به پرانیستي وي. سربیره پر دې د پراګ حکومت له خلکو غوښتي دي چي یو له بل سره اړیکي محدودي کړي.

په ایټالیا کي د شپې له خوا پر تګ راتګ باندي بندیز لګول سوی دی چي د ۳۰ ورځو له پاره به اعتبار ولري. خلک یوازي د عاجل ضرورت پر وخت اجازه لري له خپلو کورونو څخه ووځي.

په هسپانيا کي په کرونا باندي د یو میلیون اخته کسانو په ثبتیدو سره نوی ریکارډ لگول سوی دی. په پلازمېنه مادرید کي بیا سره له جمعې ورځي څخه پر ډیرو اخته کسانو سربیره، دوه اونیزه قیودات له منځه ځي. خو په ټول هسپانيا کي د شپې له خوا پر تګ راتګ باندي د بندیز په هکله بحثونه روان دي.

گ.پ/ن.ز (dpa,afp,rtr)