1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

میرکل: موږ د کرونا ویروس په یوه ډیره حساسه مرحله کي یو

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

هره ورځ په کرونا د نوو اخته کیدونکو کسانو لوړو ارقامو ته په کتو سره د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل د خپلو خلګو څخه د جدي پاملرني غوښتنه کړې ده. په خبره یې د تماسونو او سفرکولو څخه دي د امکان تر حده پوري ډه ډه وسي.

https://p.dw.com/p/3k4ZB
Berlin, PK Merkel Sitzung Ministerpräsidenten Coronamaßnahmen
انځور: Stefanie Loos/AFP/Getty Images

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل په جدي ډول سره د خپلو اتباعو څخه غوښتي دي، چي د کرونا پانډمي په مخنیوي کي خپل سهم ادأ کړي: «موږ باید هر لازم اقدام تر سره کړو، تر څو د کرونا ویروس په نه کنټرولیدونکي ډول سره پراخ نه سي.» هغې په خپله اوونیزه راډیويي وینا کي اضافه کړه چي «په دې لار کي اوس هره ورځ مهمه ده.»

میرکل همدارنګه وویل چي «زه ستاسي څخه هیله کوم، د هرهغه سفر څخه تیر سئ، چي واقعأ ضروري نه وي. او د هر هغه تجلیل، میلې او یا پارټۍ څخه تیر سئ، چي ضروري نه وي. د امکان تر حده پوري لطفأ په خپلو کورونو کي پاته سئ، د خپلو استوګنځایونو سره نژدې.»

«دا چي په ژمي کي به څنګه کیږي، په دې باب تصمیم نیسو»

د میرکل په حواله جرمني د کرونا پانډمۍ په «یوه ډیره حساسه مرحله کي قرار لري.» هره ورځ په کرونا د نوو اخته کیدونکو کسانو تعداد لوړیږي. دغه وبا بیرته په سرعت سره پراخیږي، حتی تر ۶ میاشتې دمخه هم، يعنې د هغه د شیوع کیدو په سر کي. په خبره یې نسبتأ ښه دوبی اوس تیر سوی دی او اوس زموږ په مخکي سختي ورځي او میاشتي قرار لري. د صدراعظمې په خبره «دا چي ژمي او کريسمس به څنګه کیږي، په دې باب به راتلونکي ورځي او میاشتي فیصله کوي. په دې هکله زموږ ټولو رفتار فیصله کوي.»

۷۸۳۰ نوي په کرونا اخته کسان

الماني صحي ادارو يوازي په تیرو ۲۴ ساعتو کي ۷۸۳۰ په کرونا نوي اخته سوي کسان ثبت کړي دي، کوم چي تر بل هر وخت ډیر دي. د دې څخه د رابرت کوخ انستیتوت نن شنبه سهار خبر ورکړ. د جمعې په ورځ هم په ۷۳۳۴ اخته سوو ثبت سوو کسانو سره هغه تر بل هر وخت لوړ ارقام وه.

میرکل همدارنګه د هر یوه څخه وغوښتل، چي په جدي ډول سره تعیين سوې فاصله مراعت کړي، ماسکونه واغوندي او صحي تدابیر مراعت کړي. میرکل همدارنګه وویل چي «که موږ هر یو د خپل فامیل څخه دباندي کسانو سره تر یوه وخته پوري ارتباطات محدود کړو، بیا نو کیدلای سي، پر دې باندي غلبه حاصله سي، چي په کرونا د لا ډیرو اخته کیدو اوسنی حالت متوقف او هغه بیرته نورمال حالت ته وروګرځو.» میرکل وايي چي «زما ستاسي څخه دقیقأ همدغه غوښتنه ده چي د انسانانو سره لږ تماس ونیسئ، که هغه د کورڅخه دباندي او یا په کور کي دننه وي.»

میرکل وايي، تاسي وینئ، چي په ځینو مشخصو حالاتو کي تیریدنه سخته او مشکله ده. خو «موږ مجبوره یوه تر یوه وخته پوري دا کار وکړو او هغه خو موږ بالاخره د ځان دپاره هم کوو، د خپل صحت په خاطر او د هغو ټولو لپاره چي غواړو مریضان نه سي. د دې پخاطر چي زموږ صحي سیسټم تر فشار لاندي رانه سي، چي مکتبونه او وړکتونونه خلاص پاته سی، زموږ د اقتصاد او کارځایونو د پاته کیدو په خاطر.»

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوریز البوم (04.05.2020):