1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مسلمانانو پر وړاندي د جرمونو پيښي دوه برابره سوي

۱۴۰۳ تیر ۵, سه‌شنبه

په آلمان کي يوې شبکې په خپل کلني رپوټ کي د لفظي او فزيکي بريدونو په گډون د مسلمانانو ضد پيښو د زياتوالي خبر ورکړی دی. د هغې په حواله په آلمان کي هره ورځ په اوسط ډول د اسلام ضد انگيزې په لرلو سره پنځه پيښې رامنځته کيږي.

https://p.dw.com/p/4hTCs
Deutschland | Farbanschlag auf Moschee in Leipzig 2017
انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

د (Claim) په نوم د اسلام او له مسلمانانو سره د دښمنۍ ضد اتحاد، د دوشنبې په ورځ، په آلمان کي د مسلمانانو د وضعيت په هکله خپل دوهم رپوټ وړاندي کړ.

د نوموړي شبکې د دغو ارقامو له مخي په ۲۰۲۳م کال کي په آلمان کي د اسلام ضد پيښي دوه برابره سوي دي.

د دغه رپوټ په حواله، په ۲۰۲۳م کال کي په ټول آلمان  کي د مسلمانانو پر ضد د لفظي او فزيکي بريدونو  په ګډون په مجموعي ډول ۱۹۲۶  پيښې ثبت سوي دي. تر هغه يو کال مخکي دغه رقم تر ۹۰۰ پيښو لږ وو.

 د «کليم» شبکې مشري ريما هانانو د نوموړي رپوټ د وړاندي کولو پر مهال وويل: »وضعيت په ښکاره ډول خراب سوی دی.« هغې زياته کړه: «د مسلمانانو پرضد د پيښو ډېرښت تر دې هم جدي دی چي سړی هغه يوازي د اندېښنې وړ وبولي.» د هغې په خبره ښايي د دغه ډول پيښو شمير تر دې هم زيات وي، دا ځکه چي ډېري پيښي ثبتي سوي نه دي.

خو د دغه رپوټ ارقام د رپوټ او مشوره ورکولو د سيمه ايزو اطلاعاتو پر بڼسټ ولاړ او همدارنگه د سياسي انگيزې په لرلو سره په ۲۰۲۳م کال کي د جرمونو ارقام دي.

په آلمان  کي داسلام ضد پيښي په ۲۰۲۳م کال کي په دې اړه وې: ۱۲۷۷ لفظي بريدونه، لکه کرکې ته تحريکول، توهين او تهديد، د تبعيض ۳۶۳ پيښي، د جسمي ټپي کيدو له عواقبو سره ۱۷۸ فزيکي حملې، د وژني ۴ اقدامه او په قصدي ډول د سوځولو ۵ پيښي.

د اسلام او له مسلمانانو سره د دښمنۍ ضد اتحاد (Claim) په تيره بيا د اکتوبر پر اومه پر اسرائيل باندي د حماس له ترهگري بريد وروسته، په آلمان کي د مسلمانانو ضد د پام وړ پيښو ډېرښت ثبت کړی دی.

Wochenrückblick Kalenderwoche 2011 45 Deutschland Zwangsverheiratung
د اسلام ضد ډیری پیښې د ښځو پر وړاندي رامنځته کیږيانځور: picture-alliance/dpa

د دغو پيښو ډېري، يعني ۶۲ سلنه يې د مسلمانو ښځو پر وړاندي رامنځته سوي دي. په دغو بريدونو کي د خلکو ترڅنگ، مذهبي ځايونه، لکه مسجدونه او همدارنگه هديرې هم په نخښه سوي دي.

د دغي شبکې د رپوټ له مخي، ډېري پيښي د زده کړو او عامه فضا په برخه کي رامنځته سوي دي. هانانو وويل: «د هغو مسلمانانو او يا هم هغو کسانو له پاره چي د مسلمان شک ورباندي کيږي، سړکونه، ښاري بسونه او ياهم مسجدونه نور د امن ځايونه نه دي.» هغې زياته کړه: «د مسلمانانو پرضد نژاد پالنه تر اوسه پوري د نن ورځي په اندازه د ټولني له پاره د منلو وړ نه وه.»

نوموړې شبکه په خپل رپوټ کي د مسلمانانو پرضد د نژاد پالني پر وړاندي د لا ښو اقداماتو او د اغېزمنو کسانو د لا ښه ساتني غوښتنه کوي او دا غوښتنه کوي چي په دې اړه مشورتي تاسيسات بايد په دايمي ډول تمويل سي.

ياد اتحاد، دمسلمانانو او غير مسلمانانو ۵۱ مدني سازمانونه سره يو ځای کوي او د نورو ترڅنگ يې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ملاتړ کوي.

 

GP/NZ/AG