1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي تر بل هر وخت بيي لوړي شوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

د طبيعي ګازو او برېښنا لوړ نرخونه د بيو د لوړيدو اصلي عوامل دي. توليدکوونکو ته ادا کيدونکي مقدار ته د انفلاسيون د استازي په سترګه کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/4FnL6
Symbolbild | Deutschland Inflation
انځور: Matthias Stolt/CHROMORANGE/picture alliance

د آلمان د احصايې فدرالي ادارې له خوا د جمعې په ورځ د خپرو شويو شمیرو په حواله آلمانانو په جولای میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله توليدونکو ته د تجارتي توکو په بدل کې ۳۷،۲ سلنه زياتې پېسې ورکړي دي.

د احصايې ادارې تازه رپوټ ښيي چې طبيعي ګاز او برېښنا د بیو د لوړيدو اصلي عوامل دي. د جولای میاشتې د بیو د لوړېدو نیمايي یې د انرژۍ د لوړو بیو سره توجيه کیدلی شي: که د انرژۍ بیې په نظر کې ونه نيول شي نو د تېر کال په پرتله بیې يوازې ۱۴،۷ سلنه لوړې شوي دي.

د توليدونکو بیې يعني هغه مقدار پېسې چې له پلورونکو څخه د توکو په مقابل کې اخيستل کيږي، د انفلاسيون له څرګندو نخښو څخه يوه ګڼل کيږي.

له ۱۹۴۹م کال راهيسې تر ټولو ډېر زياتوالی

په رپوټ کې ويل شوي: «دا په ۱۰۴۹م کال کې په دې اړه د ارقامونو د ثبتولو له پېل راهيسې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله د بیو تر ټولو ډير لوړوالی دی.»

د ګازو او برېښنا له پاره د ادا کيدونکو پېسو د پام وړ لوړوالی د انرژۍ د بيو د دوه چنده زياتيدو باعث ګرځيدلی دی.

Infografik Erzeugerpreise steigen in Deutschland EN

د برېښنا دستګاو د تېر کال په پرتله په جولای مياشت کې د طبيعي ګازو له پاره تر ۲۳۴،۷ سلنه زياته او صنعتي کاروونکو بيا ۱۹۴،۷ سلنه زياته بيه پرې کړې ده. د برېښنا بیې ۱۲۵،۴ سلنه او د پترولو د محصولاتو بیې ۴۱،۸ سلنه لوړې شوي دي.

په جون مياشت کې د بیو د لوړیدو کچه د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۲،۷ سلنه وه او اقتصاد پوهانو لا دمخه وړاندوينه کړې وه چې دا بیې ښايي يوشان پاته شي او يا آن راټيټې شي، څو په جولای میاشت کې بیرته ډېرې لوړې شي.

د انفلاسيون نخښه

توليدونکو ته ادا کیدونکي بيي د انفلاسيون يا پېسو د پاړسوب د پيغام را وړونکي يا نخښې په سترګه کتل کیږي. په رپوټ کې راغلي دي چې احصايه د کارخانو په دروازو کې د محصولاتو د پروسس يا پلور تر مخه مستقيم د هغوی بيو ته اشاره کوي.

په اوکراین کي ۱۰۰ ورځي جنګ او پر نړۍ يې اغېز

د حکومت دوه اقدامات چې د کاروونکو له پاره د انفلاسيون د راکمولو په موخه یې په نظر کې نيول ول، يو پر تيلو د ماليو راکمول او بل د نهه يورو ټکټ چې په ريلونو او سروسونو کې ترې استفاده کیږي، هم د روانې میاشتې په آخر کې لغوه کيږي. دا په دې معنا ده چې په مني کې ښايي د انفلاسيون کچه لوړه شي.

په آلمان کې د انرژۍ بیې هغه وخت لوړې شوې چې دغه هېواد پر اوکراين د روسیې د يرغل په غبرګون کې هڅه وکړه د روسیې د طبیعي ګازو له وارداتو لاس واخلي. پر اوکراين د روسیې تر يرغل د مخه د کرونا وبا له کبله د اوښتو اقتصادي زيانونو او د ليږد په زنځيرونو کې د اخلال په نتيجه کې په ټوله نړی کې د انفلاسيون کچه دمخه لا د لوړيدو په حال کې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, dpa)