1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کي ۱۰۰ ورځي جنګ او پر نړۍ يې اغېز

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

دنیا به بیا هیڅ وخت هغسي نه وي، لکه د اوکراین د جنګ ترمخه. پردغسي یوې نتیجه ګیري باندي که څه هم نورهیڅ شک موجود نه دی، خو داچي د جنګ تر ختمیدو وروسته به څه ډول جهاني نظم رامنځته کیږي، تراوسه پوري لا هیڅوک سم نه پوهیږي.

https://p.dw.com/p/4CFe4
Ukraine-Krieg | Borodianka | Zerstörtes Gebäude
انځور: Natacha Pisarenko/AP Photo/picture alliance

د جرمني پر خارجي سیاست باندي یې تاثیرات

د جنګ شروع د جرمني په خارجي او امنیتي سیاست کي هم د عطف نقطه وه. تر جنګ فقط درې ورځي وروسته د دغه هیواد صدراعظم، اولاف شولڅ په پارلمان کي د خپلي فوق العاده وینا پر وخت د جرمني په خارجي او امنیتي سیاست کي پراخ تغیرات اعلان کړه. داسي چي د دغه هیواد پوځ به د ۱۰۰ ميلیارډو یورو پروګرام په واسطه تجدید او تجهیز سي، تر څو د هیواد د دفاع له پاره یې اماده کړي. سربیره پردې جرمني تصمیم ونیو، چي په اروپا کي داسي یوه هیواد ته وسلې او نظامي تجهیزات ولیږي چي د یوه اټومي قدرت پرضد جنګیږي.

د جنګ یوه بله اغیزه د جرمني او نورو اروپايي هیوادنو د انرژۍ د تهیې مشکل دی. دغه هیوادونه کوښښ کوي چي د روسیې د تیلو او ګازو د وابستګۍ څخه ځان خلاص کړي او همدا تازه یې تصیم ونیو  چي د روسیې پر تیلو او ګازو باندي تر یوه حده پوري تحریمات وضع کړي.

د جهاني قدرتو په منځ کي انشعاب

په ملګرو ملتونو کي د اوکراین د جنګ په هکله په موضعګیریو کي انشعاب رامنځته سو. د مارچ میاشتي په سر کي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي ۱۴۱ هیوادونو د اوکراین جنګ وغانده. خو پنځو هیوادونو د دغه پریکړه لیک سره مخالفت وکړ او ۳۵ نورو بیا مستنکفي رايي ورکړې.

Ukraine Kirche in Donetsk
انځور: Celestino Arce Lavin/ZUMA Press Wire/ZUMAPRESS/picture alliance

د نړۍ پرنفوسو هیوادونو، لکه چین او هندوستان مستنکفي رايي ورکړې. پر دغو دوو هیوادونو سربیره جنوبي افریقا هم مستنکفه رایه ورکړه، کوم ته چي د جرمني او نورو غربي هیوادو د مهم دوست او شریک هیواد په سترګه کتل کیږي. برازیل هم چي د نړی یو پرنفوسه هیواد او د جنوبي افریقا لوی اقتصادي قدرت دی، د اوکراین د جنګ د محکومولو څخه ډډه وکړه. برازیل، چین، هندوستان او جنوبي افریقا د روسیې سره د بریکس په نامه هیوادونو په ګروپ کي شامل دي.

د بریکس په مقابل کي بیا بل قوي قطب د جي اوه صنعتي هیوادو ډله ده، چي په حاضر وخت کي یې جرمني ریاست پرغاړه لري او د جي ۲۰ هیوادونو په سرمشریزه کي تل یوځای برخه سره اخلي. اوس نو باید ولیدل سي چي د جي شل بله سرمشریزه چي په راتلونکي نومبر میاشت کي په اندونیزیا کي دایریږي، څه پيښیږي او جهاني جوړښت کومي خواته روانیږي. ایا دنیا به د تقابل پر خوا روانه او قطبونه به سره جوړ سي او که به د ګډي همکارۍ او تفاهم پر خوا روانه سي.

د اوکراین د جنګ یو بل تاثیر دا دی چي غربي هیوادونه یې تر پخوا ډېر سره نژدې کړه، لږ تر لږه د مؤقت وخت له پاره. پوتین هغه څه رامنځته کړه چي په هیڅ صورت یې نه غوښتله. هغه غربي هیوادونه او د اروپا اتحادیه سره متحده کړه او پر روسیې باندي یې د تحریمو په وضع کولو او اوکراین د جنګ په غندلو کي په بې مثاله ډول سره یو کړل.

ناټو هم چي یو وخت د فرانسې جمهوررئیس، ایمانویل ماکران ویلي وه، په «مغزي مرګ» باندي اخته ده، د جنګ د شروع څخه یې د نوو تدابیرو په وضع کولو سره ځان عیار کړ. اوس چي دغه تغیرات رامنځته سوي دي، د غربي هیوادونو د اتحاد د ختمیدو څخه نور خبري نسي کیدلای، کوم څه چي د ډېرو کسانو له خوا مطرح سوي وه. خو دغه وحدت په ناټو کي عمیق انشعاب هم رامنخته کړ. د مثال په ډول ترکیه نه غواړي په اسانۍ سره په ناټو کي د سویډن او فنلنډ غړیتوب ومني.

د اروپا په اتحادیه کي هم هنګري په وضاحت سره د روسیې د تیلو او ګازو د تحریم سره مخالفت وکړ. د دغي اتحادیې له پاره یو بل سخت امتحان په هغه کي د اوکراین د شاملیدو پر سر بحثونه دي.

غرب: روسیه سخته منزوي سوې ده

د روسیې جمهوررئیس، ولاد یمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین باندي حمله اوس هم د «روسي نړۍ» د نجات پخاطر د غرب پرضد یو جنګ بولي. خو د هغه لاسته راوړني د دغي ادعا پر خلاف دي. د اوکرین روسي الاصله اوسیدونکي ورځ په ورځ د خپل لوی همسایه دغه هیواد څخه مخ اړوي.

پر دې سربیره روسي هنرمندان او سپورټمینان په خارج کي د تجرید کیدو څخه او کله کله د روس دښمنۍ څخه شکایت لري. په جهاني مسابقو کي د روسي سپورټمینانو اشتراک لغو سو.

د غربي هیوادونو سخت اقتصادي تعزیراتو هم د روسیې اقتصاد له خراب حالت سره مخامخ کړی دی. په دې منځ کي د روسيې پر ضد په تقریباً لسو زرو مواردو کی تحریمات وضع سوي دي چي د نړۍ د بل هیڅ یوه هیواد پرضد پدې اندازه نه دي وضع سوي.

خو په مسکو کي د قدرت دستګاه دغي مسالې ته چندانی اهمیت نه ورکوي او غرب فقط د جهان یوه برخه بولي. روسیه چي د اومو موادو د لحاظه د دنیا یو موړ هیواد دی، د خپلو تجارتي معاملو پخاطر چین او هندوستان ته اشاره کوي. روسیه د امنیت په شورا کي د ویټو د حق به درلودلو سره ځان منزوی نه احساسوي او په جهاني صحنه کي پر خپل حضور باندي ټینګار کوي.

د انرژۍ مخ پر لوړیدونکي بیي د دغه جنګ یوازنی تأثیر نه دی، بلکي ورسره یوځای د غذايي موادو بيي بې حده مخ پر لوړیدو دي، ځکه چي د اوکراین د غله جاتو صادرات چي د جهان یو لوی صادرونکی هیواد و، متوقف سوي دي او په دې ډول سره غله جات او غوړي نور هغو هیوادونو ته نه صادریږي، چي ورته یې ضروت دی. د زراعتي سري قیمتونه هم بې حده لوړ سوي دي.

دغه حالت تر ټولو دمخه د جهان غریب هیوادونه ډیر متأثر کړي دي، ځکه چي د وچکالۍ او کرونا د مشکلاتو تر څنګ اوس غذايي مواد هم کم سوي او قیمتونه لوړ سوي دي. دغه وضعیت ته په کتو سره کارپوهان په نړۍ کي د لوږي د ډیریدو او قحطۍ څخه سخت تشویش ښکاره کړی او ویلي یې دي چي تر دوهم عمومي جنګ وروسته بیا د یوه لوی بشري بحران رامنځته کیدل لیري نه دي.