1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پریګوژين: د روسیې د حکومت د پرځولو اراده مو نه لرله

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

له وسله وال پاڅون وروسته د واګنر ډلې مشر په خپل لومړني پیغام کې ویلي چې د روسیې د حکومت د نسکورولو اراده يې نه لرله، بلکې اعتراض ېې کاوه. په دې منځ امريکا په پام کې لري چې له اوکراين سره نوره پوځي مرسته هم وکړي.

https://p.dw.com/p/4T6HA
آرشیف: د واګنر پوځي ډلې د مشر انځور
آرشیف: د واګنر پوځي ډلې د مشر انځورانځور: Prigozhin Press Service/AP Photo/picture alliance

د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین په یوه غږیز پیغام کې چې په ټلیګرام کې خپور شوی، اعلان کړی چې د دغه خصوصي پوځ هېڅ غړی د روسیې له دفاع وزارت سره د تړون له لاسلیکولو سره موافق نه وه. هغه وویل: »دا د کار د پاې په معنې وه او موږ د بې عدالتۍ له امله په وسله وال پرمختګ پیل کړ.«

د روسیې د دفاع وزارت واګنر ګروپ ته د شنبې تر ورځې پورې وخت ورکړی وو چې له دوې سره تړون لاسلیک کړي.

د واگنر ملیشې ډلې مشر په اوکراین کې د جگړې بندولو غوښتنه کړې

پریګوژین وویل چې د اوکراین د جګړې پر مهال د واګنر جنګیالي د روسیې پوځ د توغندیو او هلیکوپترو لخوا تر برید لاندي راغلل. هغه ټینګار وکړ چې د وسله وال پاڅون هدف ېې د واګنر ډلې د تباهۍ مخنیوی او د روسیې د حکومت په خلاف لاریون وو، نه ړنګول او نسکورول.

هغه ټینګار وکړ چې هغه د »وینې تویدنې« د مخنیوي لپاره یې د مسکو په لور پرمختګ ودراوه او په دې لړ کې هیڅ سرتیري نه دي ویشتل شوي.

آرشیف: د واګنر ډلې سرتیري
آرشیف: د واګنر ډلې سرتیريانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د واګنر پوځې ګروپ به په مالي هیواد کې فعال پاتې کیږې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له »رشيا ټوډی« خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې د واګنر غړي به په دواړو هیوادونو کې »د روزونکو په توګه کار کوي«.

ورهاخوا د یادو کړکیچونو په ترڅ کې متحده ایالات په پام کې لري چې اوکراین ته د نیم میلیارد ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرستې ورکړي.

امریکا د واگنر روسۍ ملیشه په تور لست کي شامله کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلې چې امریکا او متحدینو یې د روسیې په پاڅون کې لاس نه درلود.

د جو بایډن په وینا، متحده ایالات او متحدین یې د کرملین په وړاندې د روسي اجیرانو په لنډ پاڅون کې ښکیل نه وو. بایډن وویل: »موږ دا روښانه کړه چې موږ پکې ښکیل نه یو او هیڅ تړاو ورسره نه لرو.«

نوموړي زياته کړه چې د روسیې وضعيت د دغه هېواد په داخل کې اختلافات دي او ویې ويل چې امريکا به پرته له دې چې په روسيه کې وضعيت ته وګوري، له اوکراين څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.