1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پر مسکو بيا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه سوي

۱۴۰۲ مرداد ۲, دوشنبه

د روسيې د پلازمينې مسکو هوايي حريم ته يو وار بيا دوې بې پيلوټه الوتکې ننوتلي دي. يونسکو د بندري ښار اديسه پر کلتوري شتمنيو باندي د روسيې د بريدونو له امله سخته اندېښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4UIVG
Russland Situation in der Moskauer Komsomolsky-Prospekt-Straße nach Drohnenangriff
انځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي مسکو د دوشنبې په شپه د اوکراين له خوا د بې بيلوټه الوتکو تر بريد لاندي راغلي دي. دغه وزارت پر تلگرام باندي خبر ورکړ دی چي د هغوی دافع هوا سيستم نوموړي بريد شنډ او دوې بې پيلوټه الوتکې يې په نخښه او له منځه وړي دي.

نوموړي وزارت دغې پيښې ته د يوه «ترهگر بريد« په سترگه کتلي دي. ويل کيږي چي له امله يې کوم څوک زخمي سوی نه دی. ښاروال سرگي زوبيانين بيا وايي چي دوې ودانۍ چي څوک پکښي نه اوسديل، تردغه بريد لاندي راغلي دي. خو بيا هم «جدي ورانۍ» نه دي رامنځته سوي. د کيف له خوا دغه پيښه تر اوسه نه ده تائيد سوې. 

Ein beschädigtes Hausdach in der Komsomolski-Alle in Moskau
د مسکو په کومزومولسکي جاده کی یوه زیانمن سوې ودانۍانځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

دولتي خبري آژانسونو ويلي دي چي له دفاع وزارت څخه پوره دوه کيلومتره ليري، د کمسومولسکې پر جاده باندي د ډرون ټوټې پيدا سوي دي. د مسکو په جنوب ليخاچوا پر جاده بيا يو تجارتي مرکز زيانمن سوی دی. دواړه سړکونه له همدې کبله تړل سوي دي.

د دفاع وزارت تلويزيوني رسنۍ داسي يوه لنډه ويديو خپره کړې ده چي پکښي د يوې لوړې زيانمن سوي ودانۍ په لوړ پوړ کي ماتي کړکۍ ښکاري. د تيلگرام نور روسي چينلونه بيا چي ويل کيږي د روسيې له امنيتي ځواکونو سره تړاو لري، داسي ويډيوگاني ښيي چي پکښي د کمسومولسکې پر جاده د ښيښو او کانکريټو ټوټې پرتې دي.  

روسیې د اوکراين بندرونه په نخښه کړي

د روسيې د دفاع وزارت په حواله د جولای مياشتي په سر کي هم پر مسکو د ډرون بريدونه سوي ول. مسکو هغه وخت هم اوکراين د بريدونو مسوول وباله. همدارنگه په می مياشت کي هم پر پلازمينه مسکو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه وسول چي له امله يې د چارواکو په خبره کورونه ويجاړ او ځيني کسان زخمي سول. له اونيو راهيسي په روسيه کي هم بريدونه ترسره کيږي چي ډير يې له اوکراين سره سرحدي سيمه کي وي. خو اوکراين تقريباً هيڅکله د روسيې په دننه او يا هم د اوکراين په خاوره کي د روسيې تر کنترول لاندي سيمو کي د بريدونو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستي.

اديسه يو وار بيا تر بريد لاندي راغلې ده

روسيې، تورې بحيرې ته نيژدې د اوکراين پر ميليوني ښار اديسه باندي يو وار بيا سخت بريدونه کړي دي. د اوکراين په حواله د يکشنبې په ماښام  د دغو بريدونو له امله يو تن وژل سوی او څه د پاسه ۲۰ نور ټپيان سوي دي. همدارنگه يو زوړ ښارگوټی چي د نړيوال کلتوري ځای په توگه طبقه بندي سوی او همدارنگه د ارتودوکس يوه کليسا هم تر بريد لاندي راغلي دي.

Ukraine | Angriff auf Odessa-Kathedrale
د ادیسه پر ارتودوکس کلیسا باندي بریدانځور: Jae C. Hong/AP/picture alliance

دغه بريد په نړيواله کچه غبرگونونه راپارولي دي. اروپايي ټولني پرنوموړي بندري ښار چي څو وخته مخکي به لا د هغه  له لاري غله جات صادريدل، دغه بريدونه جنگي جنايت بللي دي. پاپ فرانسس،  اديسه د سولې له پاره په دعا کي شامل کړ. همدارنگه د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا، ايټاليا او د فرانسې استازو هم خپله خواشيني څرگنده کړې ده.

د يونسکو مشره سخته خواشينې ده

همدارنگه يونسکو هم د اوکراين پر بندري ښار اديسه باندي د روسيې هوايي بريد چي له امله يې په کلتوري ميراث کي شامل زوړ ښار هم په نښه سوی، سخت غندلی دی. د ملگرو ملتو دغه کلتوري سازمان، د نوموړي بريد په هکله چي څو کلتوري ځايونه يې په نښه کړي، په پاريس کي په يوه ښکاره څرگندونه کي خپله »سخته انديښنه « وښودله. د يونسکو مشرې، اودرې ازولي نوموړي بريد ته »د اوکراين د کلتوري ميراث په وړاندي د تاوتريخوالي د زياتوالي» په سترگه کتلي دي.

GP/NZ/DW.Online