1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسیې د اوکراين بندرونه په نخښه کړي

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

روسیې تر هغه وروسته د اوديسا او میکولایف بندرونه په نخښه کړي دي چې اوکراين ته تلوونکې کارګو کښتۍ یېګواښلې وې. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې مسکو ښایي هڅه وکړي چې پر کښتيو د بریدونو پړه پر اوکراين ور واچوي

https://p.dw.com/p/4UBDu
د اوديسا بندر کې د غله جاتو ترمينل
د اوديسا بندر کې د غله جاتو ترمينلانځور: Bo Amstrup/Ritzau Scanpix/picture alliance

روسيه په پرله پسې دريمه شپه د تور سمندرګی په اوږدو کې په اوديسا او ميکولايف کې د اوکراين پر بندرونو  هوايي بريدونه کوي.  دا بندرونو نړيوال بازار ته د اوکراين د غله جاتو د صادرولو له پاره کارول کيږي خو روسيې اوس هغه تړون چې د دې کښتيو د خونديتوب تضمين یې کاوه، متوقف کړی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په داسې حال کې چې روسيه نوره د تورې بحيرې د غله جاتو د تړون برخه نه ده، سپينې ماڼۍ ويلي دي چې روسي ځواکونه کيدای شي د اوکراين پر هغو ملکي کښتيو بريد وکړي چې د اوکراين غلې انتقالوي او  د دې ډول بريدونو پړه پر کیف ور واچوي.

بېربوک:  آلمان د اوکراين د غله جاتو د ژغورلو هڅه کوي

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، وويل چې د نړيوالو شريکانو سره په دې اړه ګډ کار کوي چې د روسیې له خوا د تورې بحيرې د تړون تر متوقف کولو وروسته د اوکراين غله جات له ضايع کیدو وژغوري.

اړونده موضوع: زیلنسکي له روسيې پرته د غله جاتو تړون غواړي

بېربوک وویل چې روسیه له باج اخیستنې کار اخلي او  د نړۍ د بې وزلو د لوږې په بیه د غله جاتو په بدل کې د وسلو د انتقال هڅه کوي.

نوموړې وويل: «په سونو زره حتی په میليونو خلک د اوکراين څخه غله جاتو ته سخته اړتیا لري. همدا باعث شوي چې موږ د خپلو نړيوال شريکانو سره په دې اړه کار کوو چې د اوکراين غلې په راتلونکو څو اوونيو کې په سېلوګانو کې خرابې نه شي او په نړۍ کې هغو خلکو ته ورسيږي چې سخته اړتيا ورته لري.»

واګنر مليشې د سپينې روسیې سره ګډ تمرينات کوي

په روسیه کې د واګنر اجیرې ملیشې به د بېلا روس يا سپينې روسیې له ځواکونو سره يوځای د پولنډ پولې ته څېرمه پوځي تمرينات وکړي. دا خبره د سپينې روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ کړې ده.

دا تمرينات به د سپینې روسیې په بریست ښار کې چې له پولنډ سره پر پوله پروت دی، ترسره شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالېنا بېربوک
د آلمان د بهرنیو چارو وزيره انالېنا بېربوکانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د سپینې روسیې د دفاع وزارت ويلي دي: «په دې اوونۍ کې به د ځانګړو ځواکونو عملياتي قطعات د واګنر ډلې له استازو سره د بريست په پوځي تمرين ځای کې  جنګي رزونه ترسره کړي.»

اړونده موضوع: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

پولند تر دې دمخه له سپينې روسیې سره د پولې د خوندي کولو خبره کړې وه. واګنر ډلې تر هغه وروسته خپله د پوځي عملياتو اډه سپینې روسیې ته انتقال کړه چې د دغه ډلې مشر پرېګوژین د روسیې د حکومت پر ضد پاڅون وکړ چې دا پاڅون بيا تر ۴۸ ساعتونو وروسته پای ته ورسيد.

اروپايي ټولنې روسیه د خوړو د بحران مسئوله وبلله

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسف بورېل، روسيه د خوړو د نړيوال بحران له پاره مسئوله بللې ده .  روسیې څو ورځې تر مخه د اوکراين د غله جاتو د انتقال له پاره تړون متوقف کړی دی.

نوموړي د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو د وزیرانو د غونډې تر مخه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «په څه چې موږ لا دمخه پوهيږو دا دي چې دا به په ټوله نړۍ کې د خوراک ستر او پراخ بحران رامنځته کړي.»

اړونده موضوع: ملگري ملتونه غواړي، روسیه د غله جاتو تړون ته ادامه کړي

نوموړي همدا راز د اوديسا په بندري ښار کې د غله جاتو د ګودامونو د په نخښه کولو له کبله هم پر روسیې نيوکې وکړې.

تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې به له اوکراين سره د څلورو کلونو په موده کې د وسلو او مهماتو په برخه کې د شل میليارده يورو مرستې په اړه بحث وشي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: