1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: د حکومت خلاف پراخې مظاهرې وشوې

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

د پوليسو په خبره له سل زرو زياتو خلکو په تل ابيب کې د لومړي وزير بنیامين نتانياهو د حکومت ضد لاريون کړی. مظاهرچيان د دغه بندري ښار په مرکز کې راټول شول او نتانياهو يې »مجرم« وباله.

https://p.dw.com/p/4MY84
په اسرائيل کې پراخ لاريون
په اسرائيل کې پراخ لاريونانځور: Oded Balilt/AP/picture alliance

لاريون کوونکو داسې پلاکاټونه لېږدول چې ورباندې ليکل شوي ول »د دموکراسۍ پای مخه ونيسئ« او د نتانياهو انځورونه يې هم لېږدول چې د »مجرم« ټکی ورباندې ليکل شوی و. پخواني لومړي وزير، جير لاپيد، هم په لاريون کې ګډون وکړ. د رسنيو د راپورونو په حواله په زرونو پوليس په دنده ګمارل شوي ول. دا تر اوسه د نوي حکومت پرضد تر ټولو ستر لاريون دی چې د دسمبر په مياشت کې قدرت ته رسېدلی او لوړه يې کړې وه. په بيت المقدس او حايفا کې هم په زرونو خلکو لاريون وکړ.اسرائیل: نیتانیاهو پارلماني انتخابات په ښکاره ډول گټلي

دغه احتجاجونه د حکومت د دې هدف پرضد کيږي چې په هدفمن ډول د هېواد قضايي سيستم تضعيفول غواړي. د عدليې د وزير، جاريف لېوين، د پلانونو له مخې بايد د پارلمان اکثريت يو قانون تصويب کړای شي آن که هغه د سترې محکمې د نظر له مخې له اساسي قانون څخه سرغړونه هم وي. لېوين همداراز غواړي د قاضيانو د مقررولو په پلاوي کې تغييرات راولي. دغه ډول ژور تغييرات کېدای شي له نتانياهو سره حتی د هغه پر ضد د اداري فساد په تور له روان قضايي بهير سره هم مرسته وکړي.اسرائیل د اروپا اتحادیې ته برق ورکوي

احتجاجونو هغه مهال زور واخيست چې په روانه اوونۍ کې سترې محکمې يو مهم حکم صادر کړ. قاضيانو د چهارشبنې په ورځ پرېکړه وکړه چې د اسرائيل د کورنيو او روغتيايي چارو وزير، آري دېري، په خپله دنده کې نه شي پاته کېدای. قاضیانو دغه پرېکړه داسې توجيه کړه چې دېري څو ځله د قاضيانو له خوا محکوم شوی و. دا يې هم وويل چې نوموړي تېر کال د مالياتو په سر په يوه قضيه کې ويلي وو چې سياست ته به شا وګرځوي. د دې له پاره چې دېري بيا هم وزير مقرر شي، د اسرائيل نوي حکومتي ايتلاف يوه قانون ته تغيير ورکړی و. 

آ./ن.ص./ا.ا.