1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان: کيدای شي د سه شنبې په ورځ ونیول شم

۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویره څرګنده کړې ده کله چې د سه شنبې په ورځ په مختلفو قضیو کې د ضمانت له پاره محکمې حاضریږي، نو کيدای شي د اسلام آباد پولیسو له خوا ونیول شي.

https://p.dw.com/p/4Re5f
Pakistan Ministerpräsident Imran Khan
انځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پخواني لومړي وزیر له «سي ان ان» امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې اوس وخت په پاکستان کې د قانون واکمني شتون نه لري. پر ۱۰۰۰۰ پلويانو سربیره د هغه د «پي ټي آی» یا تحریک انصاف ګوند ټوله رهبري په زندان کې ده: «د دې خبرې ۸۰ سلنه امکان شته کله چې زه د سه شنبې په ورځ په مختلفو قضیو کې د ضمانت له پاره اسلام آباد ته لاړ شم، نو به ونیول شم.» عمران خان وویل: «زموږ د جمهوریت د ویجاړولو له پاره هر ډول اقدامات کیږي».

عمران خان وايي چي د فساد ضد څېړنه کې ګډون نه کوي

«شاید اکتوبر کې هم ټاکنې ونه شي» 

هغه وویل چې په پاکستان کې وضعیت دومره خراب شوی دی چې اوس د قاضیانو او محکمو پریکړې هم ردول کيږي. هغه زیاته کړه: «کله چې د سترې محکمې قاضي القضات د می پر ۱۴ د ټاکنو ترسره کولو امر وکړ، نو د هغه د پریکړې له منل کیدو څخه هم انکار وشو».

د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر وویل چې په اوسني وضعیت کې هیڅ ډول وړاندوېنه ممکنه نه ده. هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې اوسنی ائتلافي حکومت به د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې انتخابات ترسره نه کړي: «زه ویره لرم چې کیدای شي دغه خلک تر اکتوبر پورې هم ټاکنې ترسره نه کړي. زه ویره لرم هغوي به تر هغه وخته پورې ټاکنې نه ترسره کوي، تر څو پورې یې چې ډاډ ترلاسه کړی نه وي چې پي ټي آی ګوند نه شي بریالی کیدلی.»

Pakistan Lahore | Gerichtsprozess: Imran Khan und Bushra Bibi
عمران خان او میرمنه یې د لارهور محکمې ته تر حاضریدو وروسته بیرته د ستنیدو پر مهالانځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

نوموړي ادعا وکړه حاکم حکومت غواړي هغه له سیاسي صحنې څخه لیري کړي، ځکه په خبره یې «پي ډي ام» په ټاکنو له ناکامه کیدو ویره لري. عمران خان د خپلو خبرو په دوام وویل: «زما ژوند اوس هم په خطر کې دی. ما مخکې هم وړاندوېنه کړې ده چې له يوه مذهبي جنوني څخه به زما د قتلولو له پاره استفاده وشي، لکه څنګه چې د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر وژل شوی و».

نوموړي د خپلې دې انديښنې په وضاحت کې زیاته کړه: «پر ما د مرګوني برید علت دا دی چې واکمن ائتلاف تر اوسه پورې په ټولو ضمني ټاکنو کې له ماتې سره مخامخ شوی، په داسې حال کې چې د پي ټي آی ګوند محبوبیت ورځ تر بلې زیاتیږي. له همدې امله ماته داسې معلومیږي چې ژوند مې په خطر کې دی او له دې کبله دا خبره زه د ولس په کچه وایم».

د پوځ له مشر سره مشکل نه لرم

عمران خان له «الجزیره» خبري شبکې سره په یوه جلا مرکه کې وویل چې د پوځ له مشر سره کومه ستونزه نه لري، خو د پوځ پر مشر جنرال عاصم منیر یې تور ولګاوه چې هغه د ده واک ته د بیرته ستنیدو د مخنیوي هڅه کوي.

پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي

خان وویل «ما د پوځ د مشر پر ضد هیڅ هم نه دي کړي، خو له هغه سره زما پر ضد یو څه شته، کوم چې زه پرې خبر نه یم».

عمران خان پر لومړي وزیر شهباز شریف انتقاد وکړ او وویل چې نوموړی یوازی یو ګوډاګی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص