1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

پاکستان کې افغان مهاجر: د خلکو پیغورونو مهاجرت ته اړ کړم

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

يو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي د خلکو له خوا د بې وزلۍ پېغورونو دومره ناهيلی کړی وو چې خپل هیواد ترک او مهاجرت وکړي. هغه چې اوس په پاکستان کې د کډوالۍ سخت ژوند تيروي، وايي دلته هم خپلو هیلو ته نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/4WYwk
Pakistan Peshawar Maßnahmen gegen illegale afghanische Flüchtlinge
انځور: Faridullah Khan/DW

په پاکستان کې یو ۴۳ کلن افغان کډوال، چې نه غواړي اصلي نوم یې په رپوټ کې خپور شي او د احمد مستعار نوم مو ورته کارولی، وايي چې د خپلو خپلوانو پېغورونو دې ته اړ کړ چې هیواد ترک کړي او مهاجرت ته مخه کړي. هغه چې د دوو ماشومانو پلار دی وایی: «په افغانستان کې مې په یوه خصوصی شرکت کې د صفا کار او چوکیدار په توګه کار کاوه چی نه به مې ورځ په کور وه او نه هم شپه. خو مجبوره وم چی کورنۍ لپاره می نفقه برابره کړم.»

هغه وایي زما دې کار زما ماشومانو ته هم یو سر خوږی پیدا کړی و او هر چا به زما د کار پیغورونه ورکول چی پلار دی صفایي کوي او دا چې تاسې بې وزله ياست.

احمد وایي په وطن کې له ستر سیاسي بدلون وروسته خصوصي شرکت هم بند شو او دی بیکاره شو خو د خلکو د پیغورونو له امله یی نه جوالي ګري کولی شوه او نه هم کوم بل. د نوموړي په خبره همدا وو چې دی اړ شو ترڅو پاکستان ته د سفر کولو نیت وکړي څو یې اولادونه له پېغورونو خلاص شي.

احمد چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته تللی، اوس د پاکستان په یوه سبزي منډیي کې لاس ګاډی چلوي او دلته هم له بې روزګاری او د بيو له لوړيدو سر ټکوي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «ټوله ورځ می لاس ګاډی په لاس وي خو مزدوري نشته او د ورځې تر پایه ۵ يا ۶ سوه کلدارې پیدا کوم چې دا درې وخته وچه ډوډۍ هم نه کیږی. شپه او ورځ د ګاونډیانو په خیرات او صدقه تیروم خو دومره ده چی څوک راته پیغور نه کوي.»

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا يو ان ايچ سي آر وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود دي
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا يو ان ايچ سي آر وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود ديانځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

احمد چې د ژوند په کړاونو کې ښکيل دی، وایې چې نالوستی دی او دا چې هیله یې درلوده چې اولادونه يې باسواده شي. هغه وايي چې باوري دی دا د غریبۍ ژوند به یې اولاد ته هم دا فرصت ورنه کړي چې تعلیم وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «پاکستان ته راغلم چې دلته به هره سخته په ځان تیره کړم چې ماشومان مې تعلیم وکړي خو خبر نه وم چې له افغانستان نه به دلته له ډیرو سختیو سره مخامخ شم او هیلې به می په اوبو لاهو شي.»

اوسمهال نه یوازی احمد بلکې داسې ډیر نور افغانان هم شته چې د طالبانو له واک ته له رسیدو سره یې یا دندې له لاسه ورکړي یا هم له ګواښ سره مخامخ دي او له دوی څخه زیاتره یې ګاونډیو هیوادونو ته، په تېره بيا پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا يو ان ايچ سي آر وياند قيصر خان افريدی وايي چېپه دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود دي چې دوی يې په څلورو برخو ویشي. د نوموړي په خبره لومړی هغه يې ۱،۳ میلیون کډوال چې  ۶۵ سلنه یې ځوانان دي او عمرونه يې تر ۲۵ کلونو کم دي.

د افريدي په خبره دا افغانان له يو اېن اېچ سي آر سره ثبت دي او دوی ته يې د ثبت سند یا (POR) په نوم کارتونه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې ويشلي دي چې د نورو خدمتونو تر څنګ، له مهالویش سره سم دوی سره نغدي مرستې کيږي.

ولې د طالبانو او پاکستان تر منځ ورځ تربلې ستونزې ډیریږي؟

افريدی وايي د پاکستان حکومت او يو اين ایچ سي آر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت په لومړي پړاو کې دوه میلیونه کډوال په ټول پاکستان کې راجستر کړل چې بیا د وخت په تیریدو ځینې کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي او په دغه شمير کې وخت پر وخت بدلون راغلی چې د دې تر څنګ ورکړل شوي کارتونه هم وخت په وخت تمديد یا نوي کيدل.

هغه وايي افغان کډوال د دې اختيار لري چي وغواړي خپل هيواد ته ستانه شي: «د POR کارتونو درلودونکي افغانان چې کله هم وغواړي بیرته افغانستان ته لاړ شي نو د دوو مرکزونو له کاري پروسې به تيريږي یعنې د ثبت له لست به لرې کيږي، چې یو مرکز په کويټه او بل د پیښور نوښار کې دی، بیا به ځي او په افغانستان کې په څلورو ولايتونو هرات، کندهار، ننګرهار او کابل کې زموږ دفترونو ته ورځي او هلته هر تن ته ۳۷۵ امریکايي ډالر ورکول کيږي.»

د افريدي په خبره چې له دوی سره د ثبت شويو افغان کډوالو ۵۵ زره ماشومان په پاکستان کې په زده کړو بوخت دي او پاتې هغه ځوانان چې زده کړې نه کوي هغوی ته په بیلابیلو تخنیکي او نورو برخو کې لږ تر لږه پنځوس ډوله کسبونه او هنرونه ور زده کوي چې له هغې لارې د خپلو کورنيو لپاره د ګټې وټې وړ وګرځي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي. پاکستان په تیرو څو ورځو کې سلګونه افغان کډوال نیولي او د دغه هیواد حکومت پریکړه کړې چې له ناقانونه افغان کډوالو سره به د قانون مطابق چلند کیږي.

ع.ص.ر / خ.ح / ب.ص

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie