1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان يو وار بيا له طالبانو سره پر ديالوګ ټینګار کړی

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي اضطراري وضعیت ته په کتو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له نړیوالي ټولني څخه غوښتي چي له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/4IdX6
Außenminister PakistanBilawal Bhutto-Zardari in Washington
د پاکستان خارجه وزیر په واشنگټن کي د وینا پر مهالانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د افغانستان له گاونډي هیواد څخه نوموړي سیاستوال د سه شنبه په ورځ (اکتوبر ۲۴ مه) د «ویلټ» ورځپاڼي ته وویل چي په دې ډول به له یوه «ناورین» څخه مخه ونیول سي. د هغه په خبره  ژمی رانیژدې سوی، اقتصادي حالت ډیر خراب دی او لږترلږه ۹۰ سلنه انسانان د بې وزلۍ تر کرښې کښته ژوند کوي. هغه زياته کړه:«دغه ډول حالت په اطمینان سره ددې باعث کیږي چی پاکستان ته ډیر مهاجر راسي.»

پاکستان د تروریزم د مالي تمويل له خړ لیسته وښکل شو

بوټو زرداري له «ويلټ» ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړې چې «په ناوړه اقتصادي حالت کي د ښځو حقونه تر پښو لاندي سوي دي.» د هغه په خبره به ډیالوګ د حل یوه سمه لار وي څو د یوې فاجعې له رامنځته کیدو څخه مخنیوی وسي.

په پاکستان کي سختو سیلابونو ته په کتو سره نوموړي وزیر وویل: »د نړیوالو مرستو له لاري موږ غواړو چي خپل اقتصاد له ایکولوژیکي پلوه له سره ورغوو او د راتلونکو اقلیمي ناورینونو په وړاندي هغه لاپسي پیاوړی کړو.« بوټو زرداري زیاتوي: »د هغه د هیواد یو پر دریمه برخه ساحه تر اوبو لاندي ده چی له امله یې د اولس اومه برخه په مستقیم ډول متأثره سوې ده. دغه رقم شاوخوا،  ۳۳ میلیونه انسانان دي چې نیمایي برخه یې کوچنیان جوړوي.

آيا په پاکستان کې میشت افغانان د پاکستان تابعیت اخلي؟

د روعتیا نړیوال سازمان هم په پاکستان کې د سختو ناروغیو له پراخیدو څخه خبرداری ورکوي. علاوه پر دې انسانان د غذایي موادو له بحران سره هم مخامخ دي.

GP/BS/AG