1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تروریزم د مالي تمويل له خړ لیسته وښکل شو

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د پیسو سپېنولو د څار سازمان پاکستان له خپل «خړ لیست» څخه وايست. دغه هيواد د تروریزم د مالي تمويل او د پیسو سپينولو په برخو کې د ناکافي اقداماتو په خاطر د ياد سازمان په خړ لیست کې شامل وو. اسلام آباد ېې تود هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4IXsg
Berlin | FATF Financial Action Task Force - Plenary
انځور: Irfan Aftab/DW

دغه اعلان د فینشل اکشن تاسک فورس (FATA) يا د پیسو سپينولو د څار سازمان مشر، راجا کمار، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۱ نېټه) په پاریس کې په یو خبري کنفرانس کې وکړ. ياد سازمان د پاکستان له خوا د پیسو سپينولو او ترویزم د تمويل ضد اقداماتو کې د «پام وړ پرمختګ او بهبود» راتلو څخه هرکلی کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۸م کال راهیسې د FATA چې مرکز ېې په پاریس کې ، په خړ لیست کې وو. په دغه خړ لیست کې د یو هيواد شاملیدل کولی شي پانګوال او پوراخیستونکي په دا ډول یو هیواد کې له پانګونې وبېروي او همدارنګه کولی شي د صادراتو، عرضې او تقاضا او د مصرف بهیرونه زیانمن کړي. خړ لیست همدارنګه کولی شي نړیوال بانکونه دې ته اړ باسي چې په دا ډول يو هیواد کې د سوداګرۍ په چارو کې محتاط واوسي.

اړوند مطلب آرشیف:

پاکستان د ترهرګرۍ د تمویلوونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو

په پاریس کې د جمعې ورځې اعلان په دې معنی دی چې پاکستان به نور FATA له خوا د مخ په ډيریدونکي نظارت لاندې نه وي. دغه اقدام په پاکستان کې د FATA  د تېرې میاشتې يو ماموریت وروسته ترسره کيږي، څرنګه چې نوموړې سازمان چارواکو څو میاشتې مخکې ويلي وو چې دوی په دې باور دي چې پاکستان تر ډيره د دغه سازمان هغه غوښتنې رعایت کړي چې د ترویزم د تمويل او د پيسو سپينولو په څير مسايلو پورې ارتباط لري.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف د ایف اې ټي اف د جمعې ورځې اقدام څخه هرکلی کړی دی. هغه په دې ارتباط د خوښۍ اظهار کړی او پر ټويټر لیکلي دي: «... زه غواړم خپلې ملکي او پوځي رهبرۍ ته مبارکي ورکړم او همدارنګه ټولو هغو بنسټونو ته چې د ننۍ بریا له پاره ېې نه ستړې کيدونکې هڅې کړي دی.»

 

په نوي ډيلي کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ارینداما باګچي (Arindam Bagchi)، ويلي دي، اسلام آباد چې تر نړيوال نظارت لاندې وو د ترویزم ضد يو لړ ښکاره اقدامات ترسره کړي له هغې ډلې په ممبيي کې د ۲۰۰۸م کال د تروريستي بريدونو تور چې پکې له ۱۶۰ډير کسان ووژل شول. پر پاکستانی حافظ سعید باندې تور دی چې د ممبئېې بریدونو طراح دی، هغه څوک چې امریکا متحده ایالاتو ېې پر سر يو ميلیون انعام اعلان کړی دی. سعيد تيرکال پر حبس محکوم شو او اوس په پاکستان کې د بند شپې ورځې تېروي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې «پاکستان باید د اعتبار او تائيد وړ، نه پر شاکیدونکی او پایداره اقدام تر سره او د تروریزم هغه مالي سرچېنه وچې کړي چې د تروریستانو تر کنټرول لاندې دي.»

په بلوچستان کې د داعش پر ضد د پاکستاني پوځ عمليات

اف اې ټي اف، د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د ۳۷ هیوادونو او دوه سیمیزو سازمانونو له غړیتوب څخه جوړ شوی دی. دغه دوه سازمانونه ېو ېې د فارس خلیج د همکاريو سازمان او بل ېې اروپايي کميسیون دی. په حاضر وخت کې يوازې ايران او شمالي کوریا په بشپړ ډول په تور لیست کې شامل دي چې له FATF سره همکاري نه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې حنا رباني کهر په پاریس کې وويل: «موږ غواړو چې د نړېوالې ټولنې د یو فعال او مسئول غړي په توګه ولیدل شو.» هغې هيله مندي ښکاره کړه چې د جمعې ورځې تصمیم به وشي کړی د پاکستان اقتصاد ته بهبود ور په برخه او همدارنګه له هیواده بهر د پاکستان او نړۍ تر منځ مالي تعاملاتو ته لاره هواره کړي.

آ./ن.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب