1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ټاکنې وکړي

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چې د پاکستان پارلماني ټاکنې د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پای کې ترسره شي. پاکستان اوسمهال په کور دننه له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونز سره لاس او ګریوان دی.

https://p.dw.com/p/4WePm
د پاکستان د پارلمان ودانۍ
د پاکستان د پارلمان ودانۍانځور: Raja I. Bahader/Pacific Press/IMAGO

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چې غواړي د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې په پای کې په ټول هیواد کې پارلماني ټاکنې ترسره شي. اوسمهال په پاکستان کې موقت سرپرست حکومت حاکم دی چې ورته دنده سپارل څو د قانون د مهالویش مطابق په هیواد کې ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان پارلمان د اګست په نهمه له منحل کېدو او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د فساد په تور تر زنداني کیدو وروسته، د پاکستان سرپرست حکومت اوسمهال په کور دننه له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. ټاکل شوې وه چې ټاکنې به په ۹۰ ورځو کې ترسره شي خو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي چې په پاکستان کې تر وروستۍ سرشمیرنې وروسته اوسمهال د ټاکنیزو حوزو د بیا شمېرنې په برخه کې وخت ته اړتیا ده.

دپاکستان د انتخاباتو کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ټاکنیزو حوزو وروستی نوملړ به د نومبر میاشتې په ۳۰ مه خپور شي. له هغې وروسته به ټاکنې له ۵۴ ورځني ټاکنیز پروګرام وروسته د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې ترسره شي.»

د روانې میاشتې په پیل کې، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي ول چې د ټاکنو په بهیر کې د دولتي بنسټونو د لاسوهنې په اړه اندېښنه لري. سربیره پر دې، په پاکستان کې سیاسي کارپوهان دغې نیټې ته هیله من نه دي او ویره ښيي چې ښايي کمیسیون به ونه شي کولی چې په دغه نیټه ټاکنې ترسره کړي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي پیښې هم ډیرې شوي دي. په ۲۰۲۱م کال کې وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبانو یو ځل بیا حاکم شول، پاکستان تل تور پورې کړي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د بریدونو له پاره د افغانستان خاروه استفاده کوي، داسې تورونه چې طالبان یې تل ردوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نیمایي کې د تیر کال په پرتله په بریدونو کې نږدې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب