1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: عمران خان په لس کاله بند محکوم شوی

۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان، په ۲۰۲۲م کال کې له واک څخه تر ګوښه کیدو راهېسې له يو شمير حقوقي قضيو سره مخ دی. نوموړی اوس په سايفر نومې قضيه کې په لس کاله زندان محکوم شوی.

https://p.dw.com/p/4bpWv
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خانانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د عمران خان د «پاکستان تحريک انصاف» يا پي ټي آی ګوند په حواله خان د دولتي رازونو د افشا کولو په قضيه کې له دې جزا سره مخامخ شوی دی.

د دغه ګوند يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «پخوانی لومړی وزير عمران خان او د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرستيال[شاه محمود قریشي] په سايفر کيس کې د لسو کلونو په بند محکوم شوي دي.»

دا پريکړه په داسې حال کې شوې ده چې څو ورځې وروسته، د فيبرورۍ پر ۸ نيټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې کيږي.

د عمران خان حقوقي مشکلات

دپاکستان تحريک انصاف مشر ګوهر خان، وويل: «موږ به د محکمې نننۍ پريکړه په ستره محمکه کې وننګوو.»

خان په اګست میاشت کې هم د فساد د يوې قضیې په ترڅ کې د دريو کلونو بند په سزا محکوم شوی وو خو يوې محکمې یې د زندان سزا وځنډوله.

عمران خان او شاه محمود قريشي په اکتوبر مياشت کې د دولتي رازونو د بربنډولو په تور تر تورنیدو راهېسې تل ځانونه بې ګناه بللي دي. د خان په تړاو په دسمبر میاشت کې په ضمانت د آزاديدو پريکړه هم شوې وه خو د يو شمير نورو حقوقي قضيو له کبله بايد نوموړې په زندان کې پاتی شوی وای.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپريل مياشت کې د باور رايو په اخيستو کې د پاتې راتلو له کبله مجبور شو د لومړي وزير له دندې ګوښه شي.

۷۱ کلن عمران خان چې د کرېکټ يو مشهور پخوانی ستوری دی، ادعا کوي چې پر ده د تورونو انګيزه دا ده چې  په را روانو ټاکنو کې ګډون ونه کړای شي.

نوموړی دا هم وایي چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، سره د ژورو اړيکو له کبله د يوې توطیې ښکار شوی دی چې امريکا هم پکې لاس لري.

په ټاکنو کې د پوځ نقش څه دی؟ 

عمران خان اوس هم د پاکستان له محبوبو سياستوالو څخه يو دی. سره له دې چې په زندان کې دی او په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی دی، اوس هم ډېر پراخ سياسي ځواک لري.

پلويان یې تل د احتجاج په موخه سړکونو ته راوځي خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند له سخت فشار سره مخامخ دی او يو شمير غړي او پلويان یې نيول کيږي.

د جنورۍ میاشتې په منځ کې د پاکستان یوې محکمې پر پاکستان تحريک انصاف ګوند محدوديت ولګاو او ویې ويل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د رای اچونې په پاڼو کې د خپل ګوند له نشان يا سمبول څخه چې د کرېکټ بېټ دی، استفاده نه شي کولی. په دې توګه د ګوند کانديدان مجبور شول چې د آزادو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې برخه واخلي. دا محدوديت د ډېرو هغو رای اچوونکو له پاره چې سواد نه لري، د خپلې خوښې کانديد د موندلو او هغوی د ته رایې ورکولو له پاره شرائط سختوي.

د پاکستان په سياست کې د دغه هېواد ځواکمن پوځ ډېر مهم نقش لوبوي چې څو لسیزې یې واک په لاس کې لاره او ځيني وخت یې حتی د ټاکنو د ترسره کولو هم ډډه کړې ده.

د عمران خان برخليک هم د پوځ جنرالانو سره د هغه په اړيکو پورې تړلی دی چې پخوا یې پلويان ول او بيا وروسته یې ورسره اړيکې خرابې شوې.

پخواني لومړي وزير نواز شريف هم ورته څه تجربه کړي دي. نوموړی هم مخکې له واکه ګوښه کړل شوی او په تبعيد کې ژوند تيرولو ته مجبور شوی وو. خو شريف د فيبرورۍ مياشتې د ټاکنو غوره کانديد بلل کیږي او داسې بريښي چې له پوځ سره یې د ماضي کړکیچ بخښل شوی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, AP, dpa)

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب