1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: دوو ګوندونو د ائتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی

۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ګوند ویلي دي چې له یوه بل لوی ګوند او کوچنیو ګوندنو سره به ګډ ایتلافي حکومت جوړوي. بل لورته به د پخواني لومړي وزیر عمران خان کسان یو پیاوړی اپوزیسیون جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/4cNtI
Pakistan, Lahore | Pressekonferenz von Shehbaz Sharif
شهباز شریف وروسته له هغه لومړی وزیر شو چې د مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ګوند په ۲۰۲۲م کال کې د عمران خان پر وړاندې د نه باور رایه وکاروله.انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

په پاکستان کې دوو دودیزو ګوندونو او د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان سیالانو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۳) اعلان وکړ چې ائتلافي حکومت به جوړوي.

دا به په پاکستان کې له ټاکنو وروسته کړکیچ پای ته ورسوي. په پاکستان کې له ټاکنو وروسته هیڅ ګوند اکثریت رایې ترلاسه نه کړې.

په پاکستان کې مسلم لیګ ګوند (PML-N) مشر نواز شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر و، وویل چې ګوند یې د خلکو له ګوند (PPP) او نورو کوچنیو ګوندونو سره د یو ځای کیدو په حال کې دی. دغه ګوندونه به بیا په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ولري.

مسلم لیګ ګوند په تیرو ټاکنو کې ۷۵ څوکۍ ګټلي او پیپلز پارټي ۵۴ څوکۍ خپلې کړي دي.

د عمران خان ګوند تحریک انصاف چې نوماندان یې مجبوره وه په خپلواکه توګه مبارزه وکړي، تر ټولو ډیرې ۹۳ څوکۍ ګټلي دي. عمران خان د زندان پر مهال نه شي کولی لومړی وزیر شي. د پاکستان پارلمان ۲۶۵ څوکۍ لري.

د ګډ حکومت مشري به څوک کوي؟

د مسلم لیګ ګوند یوه ویاند ویلي دي چې، د نواز شریف کوچنی ورور، پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف به د نوي حکومت د مشرۍ له پاره ونومول شي.

شهباز شریف وروسته له هغه لومړی وزیر شو چې د مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ګوند په ۲۰۲۲م کال کې د عمران خان پر وړاندې د نه باور رایه وکاروله.

د ګوندونو مشرانو، نواز شریف او زرداري د هوکړې په اړه څه وویل؟

د مسلم لیګ مشر نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته په تېر اکتوبر میاشت کې پاکستان ته ستون شو.

د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر، پخواني ولسمشر اصف علي زرداري، یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ پرېکړه کړې ده چې له بحران د پاکستان د وتلو له پاره به په ګډه حکومت جوړوو.»

نوموړي په دې اړه څه ونه ویل چې په راتلونکي حکومت کې به څوک مهمې څوکۍ ولري.

د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف وویل: «دلته موجود ګوندونه چې ټاکل شوي د پارلمان دوه پر دریمه برخه دي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د هغه ګوند په راتلونکي حکومت کې د عمران خان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند شاملولو ته چمتو دی.

نواز شریف وویل: «هیر کړئ او بخښنه وکړئ؛ بخښنه او هیر کړئ. راځئ د هیواد د پرمختګ له پاره لاسونه یو کړو شخصي ګټې قرباني کړئ او خفګانونه یو خواته پریږدئ.»

عمران خان د سه شنبې په ورځ دغه موضوع رد کړې وه. نوموړي له اسلام آباد بهر په آډیالا زندان کې د یویې محکمې پر مهال وویل: «چې ګوند به یې هڅکله هم له مسلم لیګ او له پیپلز ګوند سره خبرو ته چمتو نه شي.»

شنونکي خبرداری ورکوي

د نړیوالو اړیکو کارپوه او په بریتانیا او ایرلنډ کې د پاکستان عالي کمیشنر اکبر احمد خبرداری ورکوي چې ائتلافي حکومت به هیواد «لومړي حالت» ته بیایي،ځکه یو کمزوری ائتلافي حکومت به له یوه پیاوړي او ناخوښه حکومت سره مخ وي. چې هدف یې د تحریک انصاف اپوزیسیون او د دغه ګوند ملاتړي دي.

اکبر احمد له دویچه ویلې سره په خبرو کې وویل که شهباز شریف بیا ځلي لومړی وزیر شي نو زرداري به د معاملې د یویې برخې له مخې ولسمشر شي.

نوموړي وویل: «دا هماغه څیرې دي چې عمران خان فاسدې او نالایقه یادې کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «نو تاسې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند لرئ چې ائتلافي حکومت جوړوي، خو تل به یو کمزوری حکومت وي، ځکه تل به په خپل شریک ګوند پیبلز تکیه کوي چې په حقیقت کې د ولسمشرۍ غوښتونکي دي.»

Pakistan | Wahl PTI feiert
احمد دغه راز وویل چې په پاکستان کې له جنجالونو ډک کمپاینونه او وروسته له هغې چې خان له واکه لېرې شو د تحریک انصاف په تړاو چلن د پاکستان د خلکو «غوسه» پارولې ده.انځور: Abdul Majeed/AFP

احمد دغه راز وویل چې په پاکستان کې له جنجالونو ډک کمپاینونه او وروسته له هغې چې خان له واکه لېرې شو د تحریک انصاف په تړاو چلن د پاکستان د خلکو «غوسه» پارولې ده. نوموړی وایي: «داسې نه ښکاري چې دغه غوسه دې له منځه لاړه شي.» تر هغې چې نوی حکومت یو شمیر معلومې ستونزې حل نه کړي.

نوموړي د ملکي ادارو بې کیفاتي، اداري فساد او د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه. نوموړي په سیاست کې د پوځ د رول مسله هم یاده کړه. هغه دا هم ومنله چې په سیاست کې د پاکستان د پوځ نفوذ ادامه لري: «پوځ شته، خو نه ښکاري، لکه څنګه چې وو، خو په ورته وخت کې خلک یې په ځواک او اهميت پوهېږي.»

هغه وويل چې د تېرې اونۍ له رايې ورکولو وروسته پر پوځ باندې د خلکو نيوکې اوس د پخوا پر تله ډیرې شوي دي.

 

د پاکستان د اوسني وضعيت اغیز پر افغانستان څه دی؟