1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان انتخابات، د عمران خان خپلواک نوماندان مخکښ دي

۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبه

د پاکستان انتخاباتو په نهايي پایله کې د پخواني صدراعظم عمران خان د مستقلو نوماندانو د ټولو ۲۶۴ څوکيو څخه ۹۳ یې ګټلي دي. د نواز شريف ګوند بیا د ۷۵ څوکيو په ګټلو په دوهم ځای کې دی.

https://p.dw.com/p/4cGzO
Pakistan | Wahl PTI feiert
انځور: Abdul Majeed/AFP

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، که څه هم د نوازشریف ګوند په پارلمان کې تر ټولو ستر واحد ګوند دی، خو د ۷۵ څوکيو په ګټلو د یو واضح اکثريت له کمښت سره مخ دی، په داسې حال کې چې د عمران خان د ګوند غړي چې په ټاکنو کې یې ځانونه خپلواک نوماندان اعلان کړي ول، هم ډیرې څوکۍ ګټلي دي.

د یو ائتلاف له پاره خبرو او د اعتراض کونکو له خوا د سړکونو د بندولو سره سره، لا هم روښانه نه ده چې په پاکستان کې به راتلونکی حکومت څوک جوړي.

د پاکستان د انتخاباتو کميسيون د رايو وروستۍ پايلي، د رای اچونې تر پای ته رسېدو ۶۰ ساعته وروسته اعلان کړې چې دغه ځنډ د وروستيو پايلو په هکله پوښتنې راولاړې کړي دي.

د نواز شريف ګوند بیا د ۷۵ څوکيو په ګټلو په دوهم ځای کې دی - په انځور کې له ښې لورې شهباز شریف، پخوانی صدراعظم نواز شریف او لور ېې مریم نواز
د نواز شريف ګوند بیا د ۷۵ څوکيو په ګټلو په دوهم ځای کې دی - په انځور کې له ښې لورې شهباز شریف، پخوانی صدراعظم نواز شریف او لور ېې مریم نواز انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

په پاکستان کې د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره یو نوماند باید په راتلونکو ورځو کې په ملي اسمبلۍ کې د ۱۶۹ څوکيو ساده اکثريت وښيي. د شریف په ګټه دغه شرط به د ائتلاف له پاره مذاکراتو کې مشخص شي. په مقابل کې به د عمران خان ملاتړ کونکي نوماندان هم وشي کړی په پارلمان کې واړه ګوندونه له ځانه سره يو ځای کړي تر څو په پارلمان کې د یو بلاک په توګه څوکۍ زېرمه کړي.

تر دې وړاندې رويټرز وايي د عمران خان پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی که چېرته د رایو نتایج تر شپې پورې خپاره نشي، د هیواد په سطحه به سولیزې مظاهرې په لاره واچوي.

تر اوسه د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د عمران خان له ګونده د مستقلو نوماندانو رایو تر نورو ډېرې دي
تر اوسه د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د عمران خان له ګونده د مستقلو نوماندانو رایو تر نورو ډېرې ديانځور: Abdul Majeed/AFP

که څه هم یوه ستره مظاهره درول شوې، خو د پولیسو یو افسر او یو موټر چلوونکي وويل چې په پېښور ښار کې د عمران خان په سلونو پلویانو د ترافيکو پر مخ لارې تړلي دي.

موټر چلوونکي شاه زمان خان وويل: «د پي ټي آی پلویانو د اعتراض په بڼه موټروې وتړله چې ورسره سم موږ دلته د سړک په سر بند پاتي یو.»

د پولیسو يوې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې د عمران خان د ګوند شاوخوا ۳۰۰ پلويانو د پېښور-اسلام آباد تر منځ لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

mks/akh/(Reuters)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل