1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان: د ګوند د بیرغ پر سر جنجال کې یوه پلار خپل زوی وژلی

۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

د پاکستان پولیسو ویلي دي چې په دغه هيواد کې د عمومي ټاکنو په درشل کې یوه پلار خپل زوی وروسته له هغې وژلی، چې پر خپل کور یې د ګوندي بیرغ ځړولو پر سر لانجه راغلې.

https://p.dw.com/p/4baJX
Pakistan | Polizeieinsatz gegen die Taliban in Bannu
انځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

پولیسو ویلي دي، لانجه وروسته له هغې پیل شوې، چې کله د دغې کورنۍ یو ځوان تازه قطر کې له کاره کور ته ستون شوی و او په پیښور کې یې پر خپل کور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بیرغ پورته کړی و.

د پولیسو یوه چارواکي ناصر فرید د پېښې په سیمه کې ویلي: «پلار خپل زوی د دوی پر کور د تحریک انصاف ګوند د بیرغ له پورته کولو منع کړی و، خو زوی یې د بیرغ له لرې کولو او د تحریک انصاف ګوند د پرېښودلو څخه انکار کړی و.»

د پولیسو دغې چارواکي ویلي: «دا جنجال ډېر شوی او قهرېدلي پلار پر خپل ۳۱ کلن زوی د توپکچې ډزې کړي او وروسته له کوره تښتېدلی دی.»

 ویل شوي، ټپي هلک روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده. اوس پولیسو د عوامي نیشنل ګوند د دغه پلوي پلار لټون پیل کړی، چې له دې مخکې یې پر خپل کور د دغه ګوند بیرغ ځړولی و.

په پاکستان کې ټاکنې د فبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي، چې تل له تاوتریخوالي سره ملګرې وي او نوماندان پکې ډېر کله د اسلامپالو ډلو د بریدونو او بمي چاودنو هدف ګرځي.

د پاکستان حکومت د ټاکنو د امنیت له پاره ډېر امنیتي ځواکونه ګومارلي. د معظم جاه انصاري په نوم د پوله ساتو ځواکونو یوه قومندان ویلي، چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې به په خیبر پښتونخوا کې د سرحدي سپاهیانو په نوم ۵زره سرتیري وګوماري.

Af/pa (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل