1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

پاکستان د ځينو مرموزو وژنو پړه پر هند اچولې

۱۴۰۲ بهمن ۶, جمعه

هند د پاکستان هغه تورونه رد کړي دي چې د پاکستاني وګړو د مرموزو قتلونو پړه یې پر «هندي ايجنټانو» اچولې ده. خو پاکستان وايي چې په دې اړه د باور وړ شواهد لري.

https://p.dw.com/p/4bhLi
پاکستان ويلي دي چې د هند په اړه د باور وړ شواهد لري
پاکستان ويلي دي چې د هند په اړه د باور وړ شواهد لريانځور: Aman Sharma/AP Photo/picture alliance

هند د پنجشنبې په ورځ د اسلام آباد له خوا په پاکستان کې په خپل سري وژنو کې د لاس درلودو تور رد کړی دی او ویلي دي چې دا ادعاوې «درواغ او د بد نيت ښکاروندوي کوي او د هند پر ضد د پروپاګند د تازه هڅو» برخه دي.

په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جيسوال، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «پاکستان چې څه کري هم هغه به ريبي.»

په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې يو شمير کسان په مرموز ډول د هدفي وژنې ښکار شوي دي. خو کوم کسان چې وژل شوي، يو شی پکې مشترک وو: هغوی يا خو کشميريان ول او يا د کشمير له مسئلې سره ښکيل وو او زياتر یې په هند کې په بېلا بېلو قضيو کې مطلوب کسان ول.

د پنجشنبې په ورځ پاکستان ويلي ول تېر کال چې په سيالکوټ او راولاکوټ کې د جيش محمد او لشکرې طيبه ډلو سره تړاو لرونکي کوم دوه پاکستانيان وژل شوي ول، په هغه قتلونو کې د «هندي ايجنټانو» د لاس درلودو په اړه «معتبر ثبوتونه لري.»

په پاکستان کې د هندوانو د مقدسو بتانو جوړېدل

پر پاکستان سربیره امريکا متحده ایالاتو او کاناډا هم پر هند دا ډول تورونه لګولي دي چې نوي ډيلي د خپلو ايجنټانو له لارې د دوی د وګړو د خپل سري وژلو پلان لري. 

کاناډا د سک بيلتون غوښتونکو د يوه مشر د وژلو تور نيغ په نیغه پر هند لګولی وو او په دې اړه د پلټنو له پاره یې د هند له حکومت څخه د مرستو غوښتنه کړې وه.

امريکا ويلي دي چې هندي ايجنټانو چې د امريکايي وګړي د قتل کوم پلان جوړ کړی وو، هغه پلان یې وخت له مخه بربنډ شو او په دې توګه دا توطيه ناکامه شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال سجاد قاضي، تېره ورځ پر هند تور ولګاو چې په پاکستان کې دننه «په خپل سري قتلونو» کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال سجاد قاضي، تېره ورځ پر هند تور ولګاو چې په پاکستان کې دننه «په خپل سري قتلونو» کې لاس لري.انځور: picture-alliance/dpa/epa/H. Tyagi

د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند رندهير جيسوال، د پاکستان د دې تورونو په اړه وويل: «موږ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ځینو تبصرو په اړه د رسنیو رپوټونه وليدل. دا زموږ د بدنامولو تازه هڅه ده. لکه څرنګه چې نړۍ پوهيږي پاکستان له اوږدې مودې راهېسې د ترهګرۍ، تنظيم شويو جرمونو او د نړيوالې کچې د غير قانوني فعاليتونو مرکز پاتې شوی دی.»

پاکستان د هند په اړه څه ويلي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معين سجاد قاضي، تېره ورځ پر هند تور ولګاو چې په پاکستان کې دننه «په خپل سري قتلونو» کې لاس لري.

نوموړي وويل چې لومړۍ قضيه د شاهد لطيف د قتل ده. هغه وويل چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۱۱نیټه په سيالکوټ کې د یوه جومات دباندې د مجرمينو يوې ډلي هغه وواژه.

سجاد قاضي زياته کړه چې «د دې قضیې په اړه د څيړنو په ترڅ کې دا معلوماتو په لاس راغلي چې په دريم هېواد کې استوګن يوه هندي ايجنټ يوګيش کمار، د مجرمينو او ترهګرو  په مرسته د دې قتل پلان جوړ کړی وو.»

نوموړي همدا راز د يوې بلې قضیې يادونه هم وکړه او ویې ویل چې «موږ د دوو هندي ايجنټانو د لاس درلودو تحريري، مالي او فورنزيک ثبوتونه لرو چې د دې قتلونو اصلي طراحان ول.»

سجاد قاضي وویل چې پاکستان د تېرې څه مودې راهېسې د دې ډول مرموزو قتلونو ښکار دی. هغه زياته کړه: «موږ اوس د دوی [مجرمینو] په کار کې مخ پر زياتيدونکی نفاست مشاهده کوو لکه څرنګه چې له دې دوو قضيو څرګنديږي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې د هند له لوري په پاکستان کي د پاکستاني وګړو قتل د پاکستان د خپلواکۍ تر پښو لاندې کول او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.

ب. ص/ ن. ز (صلاح الدين زين، نوي ډيلي)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب