1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلیمان شریف د فساد تورونو ته د ځواب ویلو له پاره ستون شوی

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف زوی په لندن کې تر څلورو کلونو تبعید وروسته د یکشنبې په ورځ خپل هیواد ته ستون شوی. نوموړی به د فساد د هغو تورونو پر وړاندې محکمه کې ځواب ووایي چې په ۲۰۲۰م کال کې پرې لګول شوي وو.

https://p.dw.com/p/4KnHS
Pakistan Hamza Shahbaz
انځور: Rana Sajid Hussain/Pacific Press/picture alliance

د پاکستان د مسلم لیګ ن شریف ګوند ویاند عطا ترار وویل چې سلیمان شهباز د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۱۱ نیټه) په سهار اسلام آباد ته ورسید او د لومړي وزیر په استوګنځي کې یې له خپل پلار سره تر لیدنې کتنې وروسته خپل ټاټوبي یا د  زیږیدو ځای لاهور ته پرواز کړی دی.

د سلیمان وکیلانو تیره اونۍ د هغه له پاره د اسلام اباد له سترې محکمې څخه د ملاتړ وثیقه ترلاسه کړه چې د سه شنبې تر ورځې پورې د اجرا وړ ده. دغه وثیقه تر هغې پورې چې نوموړی وکولی شي محکمې ته حاضر شي، څارنوالان د هغه له نیولو څخه منع کوي.

شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

په لاهور کې د تحقیقاتو فدرالي ادارې، د پاکستان اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف او دوه زامن یي حمزه او سلیمان د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې په مالي فساد او پیسو سپينولو تورن کړل. سلیمان د ۲۰۱۸م کال له عمومي ټاکنو څخه مخکې کله چې له فساد سره د مبارزې اصلي بنسټ د هغه پر وړاندې څو دوسیې ثبت کړې، لندن ته پرواز کړی و.

شریف او حمزه د اکتوبر په میاشت کې د یوې محکمې له خوا پر دوی د لګول شوو تورونو څخه برائت ترلاسه کړ، خو سلیمان وروسته له دې چې لندن ته تللی وو هیڅ کله محاکمه نه شو. د فدرال تحقیقاتي آژانس دغه درې کسان د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ له ۱۶،۳ میلیارده روپیه (شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره) پیسو په سپينولو تورل کړل.

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

په پاکستان کې حکومتونو په پرله پسې ډول خپل سیاسي مخالفین د هغوی پر وړاندې د حقوقي دوسیو په جوړولو سره په نښه کړي دي، څو په دې توګه دوی په محاکمو کې دغو دوسیو ته په رسیدګۍ کې مصروفه کړي او له سیاسي صحنې څخه یي لیري وساتي.

شهباز شریف د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور، د روان کال په لومړیو کې تر یوې اونۍ سیاسي ناکرارۍ وروسته چې په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې لیري کړای شو، د پاکستان د پارلمان له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

ns/sn (AP)