1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف کشر ورور شهباز شریف نن د پارلمان له لوري د دې هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. شهباز شریف د پخواني لومړي وزیر د عدم اعتماد د رایې تر کارولو وروسته دغه مقام ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/49mSJ
Shahbaz Sharif
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپریل۱۱) د پاکستان پارلمان شهباز شریف د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه. د تیرې یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد رایې تر کارونې وروسته عمران خان د لومړي وزیر له دندې ګوښه کړل شو چې له کبله یې نوموړي په ټول پاکستان کې د لاریونونو د رابللو غږ هم کړی وو.

شهباز شریف چې د نواز شریف کشر ورور دی، د سیاسي ګوندونو ترمنځ د لومړي وزارت مقام ته ځان نومولی وو او د وکیلانو ملاتړ یې خپل کړی وو. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بیا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د لومړي وزیر مقام ته نوماند کړی وو.

د تحریک انصاف ګوند ډېرو وکیلانو په ډله ایزه توګه د رایې اچونې تر بهیر وړاندې پارلمان ترک کړ خو بیا هم شهباز شریف وکولی شول چې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د لومړي وزارت مقام ته بریالی شي.