1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان د ترهرګرۍ د تمویلوونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو

۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبه

د پیسو د سپینولو د څار نړیوال سازمان پاکستان د ترهګرۍ د تمویلونکو هیوادونو په نوم لړ کې ور زیات کړ. په دې ترتیب سره به له وړاندې نه له ستونزو سره مخ د پاکستان اقتصادي وضعیت له لا ډیرو خنډونو سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/30T4T
FATF Treffen 2018 Sitzung
انځور: FATF

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مالي اقداماتو کاري ډلې «ایف. اې. ټي. ایف» چې د دولتونو ترمنځ د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي، په پاریس کې تر یوې اوونۍ بحثونو او غونډو وروسته بلاخره پاکستان د ترهګرۍ د تمویل کوونکو هیوادونو په خړ لیست کې ورزیات کړ.

د پیسو د سپینولو د څار نړیوال سازمان له وړاندې نه د روان کال په فبروري میاشت کې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو ترڅو په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د شکمنو فعالیتونو د مالي تمویل د سرچینو د وچولو په برخه کې اقدامات وکړي.

د مالي اقداماتو کاري ډلې «ایف. اې. ټي. ایف» د آسیا د برخې ډلې تر ارزونو وروسته وموندله چې د پاکستاني چارواکو پر ادعاوو سربیره دغه هیواد د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې ډیر لږ اقدامات عملي کړي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دوی په خپله خاوره کې زرګونه شکمن کسان نیولي او په میلیونونو ډالر یې ضبط کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو او د آلمان په ګډون د اروپايي ټولنې غړو د پاکستان پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې وه. هغه مهال یوازې ترکیې او چین د دغو هیوادونو د غوښتنې مخالفت کړی وو خو د دې بلاک د پریکړې د رد کولو له پاره یوازې د دوو هیوادونو مخالفت کفایت نه کوي.

FATF Week 2018
انځور: FATF

بل لوري ته د دې پریکړې په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم خان، په غوسې سره غبرګون ښولی او د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو او د امریکا پر متحده ایالاتو یې د دې پریکړې له امله نیوکه کړي. د امنیي چارو کارپوه فدا خان، بیا ویلي چې د دغه نړیوال سازمان په دې اقدام سره به ښايي پر پاکستان په داسې یو وخت کې فشارونه ډیر شي چې په دې وروستیو کې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د مرستې غوښتنه کړې.

سربیره پر دې ټاکل شوې چې د جنوبي آسیا د سیمې له پاره ګومارل شوی د امریکا متحده ایالاتو یو دپلومات به هم اسلام آباد ته ډیر ژر سفر وکړي. ټاکل شوې چې دغه امریکايي دپلوماته به د پاکستان له پوځي مشرانو څخه د امریکا په لاس د پاکستاني طالبانو د مشر ملافضل الله، د وژل کیدو په ځواب کې د مرستې غوښتنه وکړي. ملافضل الله د همدې روانې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان په کونړ ولایت کې د یوې امریکايي بې پیلوټه اولوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

فدا خان زیاتوي چې اوس به پاکستان د عملي اقداماتو ترسره کولو او فشارونو سره مخامخ شي. خو اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي چې د پیسو سپینولو د څار دغه نړیوال سازمان په دې اقدام سره به ښايي پاکستان اقتصاد ضربه وویني. د پاکستان اقتصاد د اسلامپاله جنګیالیو په لاس د کلونو زورزیاتیو او خونړیو پیښو له امله له ستونزو سره مخامخ دی.

زموږ له آرشیف څخه:

په افغانستان کي د سولي د راتلو امکان سته؟