1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

پاکستان: د انساني شیدو د بانک فعالیت وځنډول شو

۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبه

په پاکستان د دیني عالمان تر یوې فتوې وروسته په دغه هیواد کې د انساني شیدو د راټولیدنې بانک فعالیت ځنډول شوی دی. د شیدو په دغه بانک کې د ښځو شیدې را ټولیدې او بیا د روغتون له لارې ماشومانو ته ورکول کیدې.

https://p.dw.com/p/4hPID
Serbien Belgrad Muttermilchbank
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic

په پاکستان کې د دیني عالمان تر فتوې وروسته د دغه هیواد په سند ایالت کې د شیدو د راټولیدونې د بانک فعالیت ځنډول شوی دی. د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سند ایالت کې د ماشومان د روغتیا او نویو زیږدلو ماشومانو درملنې د روغتون SICHN ویاند د دغه روغتون د انساني شیدو د راټولونې د بانک د فعالیت د توقف خبر ورکړ.

یاد روغتون د خپلې دغې پروژې په هکله د معلوماتو د ورکړې پرته د دغې پریکړې اعلان کړی دی. دغه روغتون په دې هکله هم معلومات نه دي ورکړي چې تر اوسه پورې یې له راټولو شویو شیدو څومره ماشومانو استفاده کړې او همدا راز د دغې پریکړې د اغیز په هکله یې هم جزئیات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دار العلوم کراچي په نامه دینې ادارې چې د پيچلو موضوعاتو په هکله دینې څیړنې کوي او فتواوې ورکوي، د شیدو د دغه بانک په ملاتړ فتوا ورکړې وه. یادې دینې ادارې د خپلې پریکړې د عملي کولو له پاره یو لړ شرایط هم وضع کړي ول.

دغې دینې ادارې د خپلې پریکړې د عملي کولو له پاره د هغو ښځو اړوند د معلوماتو را ټولولو شرط هم ایښی وو چې شیدې یې نورو ماشومانو ته ورکول کیدې. سربیره پردې د خدماتو وړیا وړاندې کول او همدا راز مسلمان ماشوم ته د مسلمانې ښځې د شیدو د ورکړې په څیر شرایط هم شامل ول.

د روان میلادي کال د جون پر ۱۶مه نیټه دار العلوم کراچي بیا وویل چې دا امکان نه لري چې د شیدو د دغه بانک له پاره وضع شوي شرایط دې پوره کړل شي او په دې ترتیب یې خپلې پریکړې ته تغیر ورکړ. 

په سند ایالت کې د ماشومان د روغتیا او نویو زیږدلو ماشومانو د درملنې د روغتون( SICHN) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له وخت څخه تر مخه زیږیدلي ماشومان په ځانګړې توګه هغه چې په څلوردیرشم اونۍ کې زیږدلي وي او یا یې وزن له دوو کیلو کم وي، د دوی میندې زیاتره د خپلو ماشومانو له پاره کافي شیدې نه لري. یاد روغتون ویلي چې دوی به د دغه هیواد د سترې دیني مرجع څخه لارښوونې وغواړي، داسې دیني اداره چې د پاکستان حکومت ته د دیني مسایلو په هکله لارښوونې کوي.