1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د مور لومړۍ شيدې ماشوم له ډيرو ناروغيو ساتلای شي»

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د اټکلونو پر اساس په نړۍ کې هر کال کابو ۷۸ ميليونه نوي زيږيدلي کوچنيان له دې امله د مرگ له گواښ سره مخامخ وي چې دوی ته تر زيږون وروسته په لومړيو ساعتونو کې مور شيدې نه وي ورکړي.

https://p.dw.com/p/32Muq
Symbolbild - Muttermilch
انځور: Fotolia/evgenyatamanenko

د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسف او د روغتيا نړيوال سازمان په خپله يوه نوې څيړنه کې ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول له هرو پنځوو څخه يوازې دوو ماشومانو ته تر زيږون سملاسي وروسته د مور شيدې ورکول کيږي. په دې څيړنه کې د لږ او منځني عايد لرونکي ۷۶ هيوادونه شامل ول.

د يونيسف اجرايوي مشري هينريتا فور، وويل: «د مور په شيدو سره د ماشوم تغذيه پيليږي. نو دا هر څه بايد په سم وخت کې وشي.»

د ملگرو ملتونو دې ادارې پر حکومتونو غږ وکړ چې د ماشوم تر زيږيدو وروسته له مور، طبي عملې او قابلو سره ښه مرسته وشي، څو دوی وکولای شي چې تر زيږون سملاسي وورسته ماشوم ته د مور شيدې ورکړای شي. پر دې سربيره بايد د مور شيدو د بديل په توگه د پودرې شيدو د بازار موندنې تبليغات هم محدود کړل شي.

تر زيږيدو وروسته د مور او ماشوم تر منځ سملاسي تماس د شيدو توليد تحريکوي. په دې شيدو کې ځانگړي غذايي مواد او انتي بادي موجود وي. انتي بادي يو ډول پروټين دي چې له مدافع قوې سره مرسته کوي، څو بدن له بيلا بيلو ناروغيو څخه وساتي.

پر دې سربيره د مور په شيدې کې ډير ويټامينونه او منرالونه شته. دغه لومړۍ شيدې چې د ماشومانو له پاره «لومړی واکسين» هم بلل کيږي، د کارپوهانو په حواله په ډيرو هیوادونو کې د ماشومانو ژوند ژغورلای شي.

تازه څيړنو ښوولې ده چې تر پيدايښ وروسته ماشوم ته د شيدو په ورکړه کې د درو او ۲۳ ساعتو ترمنځ ځنډ یې د مرگ خطر ۳۳ سلنه لوړوي.

په داسې حال کې چې د افریقا په ختيځو او جنوبي برخو کې ماشومانو ته سملاسي د تي ورکړه ډيره عامه ده، په ختيځه آسيا او پاسيفيک حوزه کې د يو تر دريمې برخې هم کمو نويو زيږيدلو ته د مور شيدې ورکول کيږي.  په بروندي، سريلنکا او واناتو کې کابو له هرو لسو څخه یې نهه ماشومانو ته تر زيږيدو سملاسي وروسته د مور شيدې ورکول کيږي.

په آذربايجان، چاد او مونتينگرو کې بيا له هرو لسو څخه يوازې دوو ماشومان ته د مور شيدې ورکول کيږي.

په څيړنه کې ماشومانو ته د مور د شيدو د نه ورکړې څو علتونه ښوول شوي. په ډيرو سيمو کې د مور لومړۍ شيدې ايسته اچول کيږي. همدا راز ماشومانو ته تر زيږون سملاسي وروسته د بورې اوبه او يا پوډرې شيدې ورکول کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په عمليات د ماشوم زيږيدل هم د دې سبب شوي چې په لومړيو ساعتونو کې کوچنيانو ته د مور شيدې نه ورکول کيږي.

dpa (B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: