1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: ترهگریز برید کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د خیبر پښتونخوا په چترال سرحدي سیمه کې یې د وسله والو د یوه برید مخه نیولې ده. په دغه برید کې د پاکستان څلور امنیتي ځواکونه او دولس بریدګر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4W2qH
آرشیف انځور، په کویټه کې د پاکستان پر پوځ د شوي برید انځور دی
آرشیف انځور، په کویټه کې د پاکستان پر پوځ د شوي برید انځور دیانځور: Ghani Kakar/DW

پاکستاني چارواکو د دې برید په تائیدولو سره ویلي دي چې په عصري وسلو سمبال د وسله والو یوې لویې ډلې د چترال په کیلاش سیمه کې د افغانستان پولې ته څیرمه د پوځ پر دوو پوستو بریدونه وکړل.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اِس پي آر) له خوا خپرې شوې اعلامیې په اساس امنیتي ځواکونو د دغه برید مخه نیولې ده. زیاته شوې ده چې په دغو عملیاتو کې ۴ تنه عسکر وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۲ تنه وسله وال هم له منځه وړل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي دي.

د آی اِس پي آر، په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه په خپل وخت د افغانستان سرپرست حکومت ته اطلاع ورکړل شوې وه. په اعلامیه کې ویل شوي «د ترهګریزو د بریدونو د خطر له کبله امنیتي ځواکونه د لوړې درجې تیارسئ په حالت کې ول او پوځیان په زړورتیا سره وجنګیدل او د ترهګرو برید یې په شا وتمباوه او ډیر تاوان یې ورته رسولی دی».

د چترال مرستیال کمیشنر محمد علي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د بریدګرو شمیر لسګونه تنه وو او په عصري وسلو سمبال ول. خو مونږ د برید د مقابلې له پاره چمتو وو او نږدې څلور ساعتونه ډزې روانې وې.» نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې ۷ پوځیان او تر ۴۰ ډیر وسله وال ټپیان شوي دي.

ټي ټي پي د پوځي پوستو د نیولو ادعا کړې

د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) یاغي ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې تر برید وروسته یې په چترال کې دوه پوځي پوستې نیولي دي. (ټي ټي پي) د ۵ تنه پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا هم کړې ده، خو دغه ادعاوې تر اوسه پورې نه دي تائید شوي.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
تر دې یوه ورځ مخکې په تورخم کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ډزو د تبادلې په پایله کې دغه سرحد تړل شوی وو.انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د یادونې وړ ده چې د (ټي ټي پي) له خوا د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د اور بند د تړون د ختمولو تر اعلان وروسته په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په ترهګریزو پيښو کې زیاتوالی راغلیدی.

د پاکستان د سولې څیړنیز مرکز د یوه رپوټ په اساس د پاکستان په لویدیځو سرحدونو کې د وسله والو په فعالیتونو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د فرانس پریس د خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له بیا رسیدو وروسته د پاکستان طالبانو مورال لوړ شوی دی. په افغانستان د طالبانو له خوا د انکار کولو سربیره اسلام اباد پر هغوی وسله والو ته د پناه ورکولو تور لګوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اِس پي آر) له خوا خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت ټینګار شوی دی چې پخپله خاوره کې دې د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي. په اعلامیه کې ویل شوي دي: «د افغانستان سرپرست حکومت څخه تمه لرو چې خپلې ژمنې به پوره کوي او اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهگریزو فعالیتونو له پاره استفاده وشي».

د هاوان په برید کې پنځه ملکیان وژل شوي

په همدې منځ کې په یوه بله پيښه کې افغان پولې ته نږدېشمالي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لږیدلو په پایله کې پنځه تنه ملکیان وژل شوي دي. په وژل شوو کې یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.

د سیمه ایزو چارواکو په حواله تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه هاوان مرمۍ له کوم ځای څخه توغول شوې ده. پولیسو پلټنې پيل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې یوه ورځ مخکې په تورخم کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ډزو د تبادلې په پایله کې دغه سرحد تړل شوی وو. د پاکستان او افغانستان په پوله دغه وروستۍ پيښه د دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي ترینګلتیا یوه نښه ده.

آژانسونه: ش.ن- س.ر 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب