1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان خاورې ته نژدې یو پاکستانی عسکر وژل شوی

۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان سره پر پوله يې د وسلوالو په برید کې يو عسکر وژل شوی دی. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې وسوالو د افغانستان له خاورې پر دوی ډزې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3tpPS
Pakistan Soldaten tragen Sarg
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې وسلوالو د شنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزيرستان کې پر یوه امنيتي پوسته باندې حمله وکړه چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د ځوابي ډزو پر مهال یو ځوان عسکر ووژل شو.

د دغې حملې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او د پاکستان پوځ هم نور وضاحت نه دی ورکړی. په اعلامیه کې ويل شوي چې پاکستان په پر له پسې توګه له افغانستان څخه غوښتي تر څو د پولې په خپله خوا کې نظم رامنځ ته او کنټرول ولري. پاکستان په شدیده توګه د دې غندنه کوي چې د افغانستان خاوره د دوی د عسکرو پر ضد حملو کې کارول کیږي. خو افغان حکومت بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي چې په «افغانستان کې د تروریستانو هیڅ مرکز نشته» او تقریبا د ټولو هغو وسلوالو ډلو چې په افغانستان کې جګړه کوي، مرکزونه ېې په پاکستان کې دي.

امان وايي: «تروریستان له پاکستان څخه افغانستان ته داخلیږي او د خلکو پر ضد تروريستي عملیات ترسره کوي.»

پاکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري. افغانستان دغې پولې ته د ډيورند فرضي کرښه وايي. پاکستان اوس پر دغې کرښې سيمې کټارې لګولي دی. په دغه سیمه کې وخت ناوخته د وسلوالو او پاکستاني عسکرو تر منځ وسلوالې غلچکۍ نښتې رامنځ ته کيږي.

د روانې میاشتې په پيل کې د وسلوالو په يوه برید کې لږ تر لږه څلور پاکستاني عسکر وژل شوي ول.

رويترز/م.ک.ص./م.ق.ن.