1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ترافيکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه او ۸ ټپیان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۸, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب ايالت پر يوه لويه لار د يو مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ سپرلي مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. دغه بس د شنبې په ورځ وروسته له هغې واوښت چې بریکونو ېې کار پرېښود.

https://p.dw.com/p/4SjJz
Pakistan Dera Ghazi Khan | Verkehrsunfall Bus
انځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د موټروې يا لوېې لارې د پولیسو ویاند، ثاقب وحيد، وويل چې دغه بس له پلازمېنه اسلام آباد څخه غربي ښار لاهور ته پر لاره وو چې د اسلام آباد په شاوخوا ۱۳۵ کیلومترۍ، د سالت يا مالګې غره په یوه تنګه ګولايي کې ېې بریکونو کار پرېښود او واوښت.

ورته نور ولولئ: پاکستان کې ترافیکي حادثه؛ لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي

په سیمه کې د کلر کهار په نوم د ېوه روغتون چارواکي، امجد حسین، وويل چې د بس د ۱۲ مړه شوو سپرليو له ډلې ۷ تنو ېې په روغتون کې ساه ورکړه او ۵ نور چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د پېښه په ځای کې مړه شوي ول. هغه وويل چې اته تنه نور ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې دي.

یوه وېډیو چې ويل کيږي د همدې پېښې اړوند ده، پر ټولنیزو رسنيو لاس په لاس کيږي.

پاکستان کې ترافيکي پېښې عامې دي. په دې کې د موټرچلونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او په لويه کچه د خونديتوب مواردو نه رعایت او ورته نور ترافيکي مسايل رول لري.

ورته نور ولولئ: پاکستان؛ ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

د روان میلادي کال په سر کې د پاکستان په کوټه ښار کې د یو مسافروړونکي بس د اوښتو په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي ول او تر هغې وروسته په فبرورۍ کې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ته څیرمه په یوه ترافیکي پېښه کې د چارواکو په وینا، ۱۷ کسان مړه شوي ول. د پاکستان د ورته بدو ترافيکي پېښو رپوټونه يو څه ډېر ورکول کيږي.

ورته نور ولولئ: کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي

(AP)mks/aa

د پاکستان په تړاو له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: